Difference between revisions 127150 and 145417 on pswikiنوم مې احمد حسين دی تخلص مې ( عنايت ) دی [[د ننګرهار ولايت]] دروداتو ولسوالۍ دبټن په کلي کې په ۱۳۳۶ هش کال کې زيږيدلې يم . دمحرر محمد جمروزخان (عنا يت) ځوی اود مرحوم حضرت شاه خان لمسی يم ، == زده کړې == ديني زده کړې مې ترخپلې وسې پورې دخپل کلي په جومات کې له مرحوم ملا سيدباز څخه او بيا وروسته د حصار شاهي په جامع جومات (سلطان جومات) کې له مرحوم مولوي عبدالحکيم څخه کړيدي . ښونځې مې له لومړني ټولګي څخه تر دولسمه پوري د روداتو د احداد په ليسه کي سر ته رسولې دې . او په ۱۳۵۴ هش کال له ښوونځي څخه فارغ شوی يم د کابل په پوليتخنيک کي مي د ودانيو د انجينرۍ زده کړه کړي ده . په ۱۳۵۹ هش کې له پوهنتون څخه فارغ شوی يم == دندې == ډير پخوا پيښور ته مهاجر شوې يم خو له خپل هيواد او خپلو خلکو څخه بي اړيکو پاتي شوې نه يم . دګران هيواد د دفاع په مقدس جهاد کې مې روحاني او عملي برخه اخيستي ده . د مهاجرت په لومړنيو کلونو کي د فزيک او رياضي او کله کله هم د اسلامي بينش معلم وم . وروسته بيا د خيريه مؤسساتو له لاري د مهاجرينو په کيمپونو کي او بيا د افغانستان په داخل کې په ساختماني او نورو خيريه کارونو بوخت وم . له شپږوکلونو راهيسي د برتانيه په لندن کي د مهاجرت او مسافرت شپي سبا کوم . دلته په برتانيه کي د اوسيدونکو افغانانو له ټولني سره اړيکي لرم او ددي ټولني د اجرائيه هئيت غړې يم او په ټولنه کي فرهنګي چارې سمبالوم او د اتفاق په نامه (چي د ټولني نشراتي ارګان دې) د يوي نشريي د چلولو اهتمام په غاړه لرم . == ادبي ژوند == له پخوا راهيسي کله کله د شعر ويلو پيريان راباندي کيني خو د نورو ډيرو مصروفيتونو له امله د خپلو شعرونو د ټولګې په چاپولو بريالي شوې نه يم خو يوه ټولګه چاپولو ته تياره لرم همدا رنګه په نثر هم يو کتاب مې چاپ ته تيار دې که کله پيښور يا خپل ټاټوبي ته لاړشم انشأالله چاپ به يي کړم . دټاټوبي په نامه (www.tatobay.com) يوه ويب پاڼه هم لرم . زما شعرونه کله کله په پيښور کي په پښتو پاڼو کي نشر شوي دي . دټاټو بي په وېبپاڼه کې مې هم ځېني شعرونه شته . په راتلونکي کي به تاسو ته خپل يو څو شعرونه د نشر لپاره دروليږم که خوښ مو شول اوستاسوپه تول پوره وو ، په دي پاڼه کي به ئي نشر کړۍ . شعري تخلص مي (محسن) دې . ما سره د ټيليفوني اړيکو لپاره لانديني نمبرونه کارولای شۍ (0044 - 7727277402) او (0044 - 2085864851) برياليتوب مو له لوي خداي څخه غواړم == د شعر بېلګه == <center>دعا {{شعر}} {{ب|پـيـلامه مي ستـا په نـوم ده، انتهـا مــې پــه نصيب کــړه|ستـا د مـينـی لاروى يـم، خـپل مـنـزل تـه مـې قـريـب کـړه}} {{ب|پـه تـعـجـب را تـه حيران، چـې عـاشــقـان د زمــانـې شــي|پـه ټـولي د عـاشـقانــو کــې مــې، نـور هـم لا عجـيب کړه}} {{ب|د دردونـو تـاب مــی نشـته، چـی ناروغ می ټول بدن دی|ټـــولنـيز بـدن مـی جـوړ کــړه، خپل کلام را ته طبيـب کړه}} {{ب|زه د نـفس هوا، هــــوا کـړم، د منـزل څـرک را نه ورک دی|ګډوډۍ نه می نور بچ کړه، د ژوند چـارې می ترتيب کړه}} {{ب|حقـيقي علـم چی زده کـړم، شــيـطـانـي ځنـې مــې ســاتــه|بنی آدم ژوند ئی دوزخ کـړ، د ابـليس ځـاله تـخريـب کړه}} {{ب|څـــــه نـــادودې چـــې روانـې، پـــه مــلـت د ابــراهــيـم دي|حـق تـه ئـی مـخه کړه محـبوبـه، پيروان ئي د حـبـيب کړه}} {{ب|کـــه خـنـدا کـه خـوشـحـالـي ده، شـوه نـصيب د رقـيـبانو|زه ستا مينه کی خوشحال يم، لار مې چپه له رقيب کړه}} {{ب|زه (محسن ) در ته زاري کـړم، ارمانونه مې پوره کړه|در مې بل د حــــاجت نيشته، اميدونه مې تصويب کړه}} {{د شعر پای}} </center>باندنۍ تړنې ==⏎ [[وېشنيزه:پښتانه شاعران]] [[وېشنيزه:پښتانه ليکوال]] [[وېشنيزه:پښتانه]] [[وېشنيزه:افغانان]] [[وېشنيزه:افغاني ليکوال]] All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?diff=prev&oldid=145417.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|