Difference between revisions 128378 and 142950 on pswiki

'''حافظ عبداللطيف''' د عبدالجبار زوي [[د کندهار ولايت]] د معرف اصلي اوسيدونکى دي چې في الحاله په کندهار ښار کښې اوسيږي . د نوموړي کورنۍ د روسانو د حملي وروسته چې پر افغانستان يي وکړه پاکستان ته هجرت وکړ او هلته د بلوچستان د سرخاب په سيمه کښې ئې استوګنه کوله چې خپله ( عبداللطيف ) هم په همدې سرخاب کښې پيدا سوي دي . چې وروسته يې د کوټي ښار ته کډه وکړه . هلته ئې د قرآن کريم حفظ وکړ ټوله قران کريم يې په دري کاله او څو مياشتو کښې په ياد کړ. ورپسې ئې نور دينى علوم هم کړي دي . په ١٩٩٦ کال کښې بيرته خپل هيواد افغانستان ته راغلل چې په ١٩٩٩ کال کښي د مځکني ماين د يوي پيښي له امله ئې دواړي پښې له لاسه ورکړي.چې راسته پښه يې تر ځنګانه کښته او چپه پښه يې تر ځنګانه لوړه پرې ده . او اوس مهال د مصنوعي پښو څخه کار اخلي. ديني علمي زده کړي يې په کندهار ښار کي د اشرفيې مدرسې څخه کړيدي. او په ٢٠٠١ يو کال کي افغانستان ته دامريکايانو په راتګ سره کله چې نوي حکومت مينځ ته راغلي نو مکاتب هم پيل سول چې حافظ عبداللطيف په کندها ر ښار کي د محمود طرزي په نامه په مکتب کي داخله وکړه او له اووم ټولګۍ څخه يې زده کړي پيل کړي . چې په ٢٠٠٦ م کال کي له ١٢ صنف نه فارغ سو . انګليسي ژبه يې تر Level4 پوري ويلي ده او په کمپيوټر کي هم مهارت لري . چې دامهال د افغان معلولينو دبيارغوني ټولني تر نامه لاندي ديوې خيريه ټولني کمپيوټر کار دي . همدارنګه دماپښين له خوا د ملالۍ دلوړو زده کړو دپوهنتون داول کال د دوهم سميسټر محصل هم دي. داړيکو لپاره : ٠٠٩٣٧٠٠٣٦٧٣١١  - [email protected] > skype: hefez_abdullatif   : Facebook : Hafiz abdullatif Haddad