Difference between revisions 133204 and 154946 on pswikiښاغلى ''حكمت الله سروش'' د حبيب الله زوى په ۱۳۶۷ ل كال د كندهار په پنځمه ناحيه كې زېږېدلى دى . په ۱۳۸۵ كې د [[احمد شاه بابا]] د عالي ليسې څخه فارغ شوى دى . هغه كسان چې لمر خاته د شعر لپاره د الهي طبيعت ستره ښكلا ګڼي ، نو دا خبره به هم په ذهن كې ورګرځي ، چې د شعر لپاره تر يوه حده عمر او مشرتوب مطرح نه دى ، بلكې هنر يوازې د انسان د رښتيني او فطري استعداد پورې اړه لري . سروش ، كه د عمر په لحاظ كشر دى ، شعر يې بيا د ده تر عمره پښه اړوي او دا په ګوته كوي ، چې حكمت به تر دې زيات پرمختګ وكړي ، ځكه اوسني شعرونه يې لا د لومړنيو تجربو او مشاهدو نتيجه ده . كه چېرې يې د وخت په تېرېدو سره مخكيني او اوسمهالي شعرونه په غور سره ولوستل شي ، نو باوري يو چې دغه تاند شاعر به په راتلونكي کې له غوره او پخو شاعرانو څخه وي . نوموړي كه په دې څوكلن بهير كې له سياسي ، شعاري او تشو خبرو پرته نور څه نه دي اورېدلي ، خو بيا يې هم خپل دريځ ساتلى دى ، ځكه د يوه شاعر خبره ده: رښتينې شاعري هغه ده ، چې ورځنيو پېښو ته د هنر جامه ور واغوندي او داسې يې ښكلې كړي ، چې هر زړه ته لار پرانيزي . سروش هغه تاند شاعر دى ، چې د [[افغانستان]] د تنكيو شاعرانو په مخكښو كې راتلاى شي . ښا غلی سروش اوسمهال د [[هندوستان]] د بنګلور ایالت دله میسور په یوه پوهنتون كې په درس بوخت۲۰۱۱ کې د ژورنالیزم له څانګې فارغ شوی دی ، له بېلا بېلو مجلو سره قلمي همکاري کوي او د رنګ په نوم په زړه پورې ادبي او هنري ويبلاګ لري . همدارنګه په ورځني ژوند کې ډېر صميمي دی ، نرمې خبرې کوي او مينه اوښکلا يې دوه ښکلي ايډيالونه دي . ==سرچينې== # http://samsoor.com/sheruna.php #http://rang.bloguna.tolafghan.com [[وېشنيزه:پښتانه شاعران]] All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?diff=prev&oldid=154946.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|