Difference between revisions 138958 and 147618 on pswiki

{{غځول}}
[[دوتنه:فيض محمد کاتب هزاره.png|کيڼ|250px|بټنوک|فيض محمد کاتب هزاره]]
[[دوتنه:فيض محمد کاتب هزاره تور او سپين.png|کيڼ|250px|بټنوک|فيض محمد کاتب هزاره]]
'''فيض محمد کاتب هزاره''' يو د  [[هزاره توکم]] له ډلې څخه تاريخ پوه ، ليکوال، او اديب و . دی د هغو لومړنيو افغانانو په کتار کې راځي چې د سياسي پړاؤ بدلون لپاره ېې هلې ځلې د ۲۰ مې پېړۍ په پيل کې کړې وې . دی د مشروته خوځښت (جنبشې مشروتيت)چې د اساسي قانون خوځښت په نوم هم ياد شوی فعاله غړی و . ددوی مشري د وخت د کندهار يو پوه آندي چې [[د سرور واصف کندهاري]] په نوم يادېده کوله . چې بيا وروسته د[[حبيب الله کلکاني| بچه سقاؤ]] لخوا ووژل شو . 
== مخينه ==
فيض محمد کاتب د سيد محمد هزاره زوی و . دی په [[د غزني ولايت|غزني]] [[ولايت]] کې زېږېدلی . دی په ځانګړې توګه په پينځو ټوکو ليکلی د [[افغانستان]] پېښليک ، [[سراج التواريخ]] کتابونو له کبله وپېژندل شو . دغه کتابونه د نولسمې پېړۍ د وخت د ښو جوتو تاريخي پېښو حوالې وړاندې کوي.  
دغه پنځه ټوکه تاج التواريخ کتابونه د امير حبيب الله خان په هڅونه او د فيض محمد په قلم ليکل شوي دي . فيض محمد کاتب هزاره د[[ امير عبدالرحمان خان]] په [[منياوالۍ]] کې مامور و ځکه ېې ([[کاتب]]) بلي . فیض محمد د امير حبيب الله خان ژوندليک ليکونکی هم و .دی د [[امير حبيب الله خان]] لخوا په شېرپور جېل کې بندي شوی هم دی . د بنديتوب وجه ېې سياسي فعاليت او د اساسي قانون خوځښت ټولي کې غړيتوب و . دی بيا د امير لخوا ډېر ژر راخوشې هم شو ځکه چې دی د امير ډېر نژدې کاتب و او د کتابونو د ليکلو او د پوهې له کبله ېې هم پرېښود
په ۱۹۲۹ز کې[[حبيب الله کلکاني| بچه سقا]] د فيض محمد کاتب په مشرۍ د څو نورو شيعيه هزاره ګانو سره يوځای دوی د دای کندي سيمې ته د هزاره ګانو د ملاتړ په موخه استول خو فيض محمد کاتب هزاره چې  امان الله خان ته ډېر وفاداره و او پوهېده چې [[د باميان ولايت]] وګړي له [[حبيب الله کلکاني|بچه سقاو]] څخه ډېر په عزاب کې دي نو له ورتګ څخه ېې انکار وکړ او د سقاو ملاتړ ېې ونه کړ نو په همدې ېې ده ته د وهلو ټکولو سزا ورکړه . ده خپل ټول ژوند د يوه صادقه افغان په توګه تېر کړ او د وخت باچاهۍ ته ډېر وفاداره پاتې شو .دی د بچه سقا لخوا د ځينو نورو افغانانو په شمول امير امان الله خان ته د وفادارۍ له کبله ووژل شول . 

[[دوتنه:فیض محمد.jpg|بټنوک|فيض محمد کاتب د افغانستان د اماني امارت د پير نوموتی تاريخپوه ]]

== د ليکوال لیکلي اثار ==
# کابل در تسخیر (        ) 
# پنځه ټوکه سراج التواريخ (         )














[[وېشنيزه:افغانان]]
[[وېشنيزه:افغان تاريخپوهان]]
[[وېشنيزه:د ۱۸۸۱ زېږېدنې]]
[[وېشنيزه:د ۱۹۲۹ مړينې]]
[[وېشنيزه:هزاره ګان]]

{{هزاره ملتپالنه}}

[[en:Faiz Mohammad Katib Hazara]]
[[fa:ملا فیض‌محمد کاتب]]
[[fr:Faiz Mohammed Hazâra]]
[[no:Faiz Mohammad Katib Hazara]]