Difference between revisions 145094 and 147052 on pswiki[[دوتنه:Coin of Sikandar Lodi.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|د سکندر لودي سکې]] '''سكندر لودي''' د [[بهلول لودي]] زوى ، په ۱۴۸۹ ز كال كې زېږېدلى دى . وروسته له هغه نه چې بهلول لودي ارواښاد شو ، نو يې زوى سكندر لودي د ډيلي پر پلازمېنه كېناست . د [[هند]] د يوه نوي تاريخ په ۱۲۰ مخ كې داسې راغلي دي : سكندر لودي د هند په ټولو سلاطينو كې هوښيار ، پوه غوره ، زياركښ او ښكلى سلطان وو . ده پخپله شعرونه ويل او پوهان يې پخپل ځان راټول كړي وو . له هرې خوا يې پوهان خللك وربلل او دوى يې هڅول ، چې كتابونه وليكي . د روعتيايي څېړنو مركز يې جوړ كړى و ، چې نوم يې ورته (( مدينه الشفا )) اېښى وو . موسيقۍ ته يې ډېره پاملرنه وكړه ، نوي ((لارپي )) او اهنگونه يې جړ كړل ، چې د (( سكندر شاهي لهجه )) په نامه يادېدل . خلك د خپل استعداد له مخې په ادبياتو ، موسيقۍ ، حساب ، كېميا ، درمل او نورو صنايعو لپاره روزل كېدل . سكندر لودي همدا راز د مذاهبو ترمنځ د پوخلاينې لار غوره كړې وه . ده داسې يو نظام جوړ كړ ، چې د هر ډول عقېدې لپاره لار خلاصه وه . له پورتنيو توضيحاتو نه داسې څرگنديږي ، چې وروسته مغولي دولتونو دده سياست تعقيب كړى وي . قطب منار ، چې دده پر مهال بشپړ شوى ، د هند د لويو اديانو لكه اسلام او هندوتوب نښې لري . دده خپلواكي د ولس لپاره وه . ده ځان يو كلك مسلمان عادل معرفي كاوه . له نورو اديانو سره يې تعصب نه درلود . دده د واكمنۍ پر مهال ډېر خلك په اسلام شرف شول ، ځكه چې جبر او اكرا نه وه . ==اخځونه== # قدرت الله حداد ( فرهاد )، د افغان ملي تاريخ ، ۲۴۱- ۲۴۲ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا د مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ . [[وېشنيزه:د افغانستان نوميالي]] [[وېشنيزه:افغانان]] [[وېشنيزه:پښتانه]] [[وېشنيزه:لودي پښتانه]] [[ca:Sikandar Lodi]] [[de:Sikandar Lodi]] [[en:Sikandar Lodi]] [[fa:سکندر لودی]] [[fr:Sikandar Lodi]] [[hi:सिकंदर लोधी]] [[nl:Sikandar Lodi]] [[pa:ਸਿਕੰਦਰ ਲੋਧੀ]] [[sv:Sikandar Lodhde:Sikandar Lodi]] All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?diff=prev&oldid=147052.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|