Difference between revisions 145418 and 162372 on pswiki

{{ويکيسازنه}}
نوم مې  احمد حسين  دی  تخلص مې ( عنايت ) دی [[د ننګگرهار ولايت]] دروداتو   ولسوالۍ دبټن په  کلي کې   په  ۱۳۳۶  هش کال کې زيږيدلې يم . 
دمحرر محمد جمروزخان  (عنا يت)  ځوی اود مرحوم حضرت شاه خان لمسی يم ،

== زده کړې ==
ديني زده کړې مې ترخپلې وسې پورې دخپل کلي په جومات کې له  مرحوم ملا سيدباز  څخه او بيا وروسته د حصار شاهي په جامع جومات (سلطان جومات) کې له مرحوم مولوي عبدالحکيم څخه کړيدي .

ښونځې مې له لومړني ټولګگي څخه تر دولسمه پوري د روداتو د احداد په ليسه کي سر ته رسولې دې . او په ۱۳۵۴   هش  کال له ښوونځي څخه فارغ شوی يم
د کابل په پوليتخنيک کي مي د ودانيو د انجينرۍ زده کړه کړي ده . په ۱۳۵۹ هش کې له پوهنتون  څخه فارغ شوی يم

== دندې ==
ډير پخوا پيښور ته مهاجر شوې يم خو له خپل هيواد او خپلو خلکو څخه بي اړيکو پاتي شوې نه يم . دګگران  هيواد د  دفاع په مقدس جهاد کې مې روحاني او عملي برخه اخيستي ده .

د مهاجرت په لومړنيو کلونو کي د فزيک او رياضي او کله کله هم د اسلامي بينش معلم وم . وروسته بيا د خيريه مؤسساتو له لاري د مهاجرينو په کيمپونو کي او بيا د افغانستان په داخل کې په ساختماني  او نورو خيريه کارونو بوخت وم  .

له شپږوکلونو راهيسي د برتانيه په لندن کي د مهاجرت او مسافرت شپي سبا کوم . دلته په برتانيه کي د اوسيدونکو افغانانو له ټولني سره اړيکي لرم او ددي ټولني د اجرا‌ئيه هئيت غړې يم او په ټولنه کي فرهنګگي چارې سمبالوم او د اتفاق په نامه (چي د ټولني نشراتي ارګگان دې) د يوي نشريي د چلولو اهتمام په غاړه لرم . 


== ادبي ژوند ==
له پخوا راهيسي کله کله د شعر ويلو پيريان راباندي کيني خو د نورو ډيرو مصروفيتونو له امله د خپلو شعرونو د ټولګگې په چاپولو بريالي شوې نه يم خو يوه ټولګگه چاپولو ته  تياره لرم همدا رنګگه په نثر هم يو کتاب مې چاپ ته تيار دې که کله پيښور  يا خپل ټاټوبي ته لاړشم انشأالله چاپ به يي کړم .
دټاټوبي په نامه (www.tatobay.com) يوه ويب پاڼه هم لرم . زما شعرونه کله کله په پيښور کي په پښتو پاڼو کي نشر شوي دي . دټاټو بي په  وېبپاڼه  کې مې هم ځېني شعرونه  شته .
په راتلونکي کي به تاسو ته خپل يو څو شعرونه د نشر لپاره دروليږم که خوښ مو شول  اوستاسوپه تول پوره وو ، په دي پاڼه کي به ئي نشر کړۍ . شعري تخلص مي (محسن) دې  .

ما سره د ټيليفوني اړيکو لپاره لانديني نمبرونه کارولای شۍ (0044 - 7727277402) او (0044 - 2085864851)
برياليتوب مو له لوي خداي څخه غواړم

== باندنۍ تړنې ==



[[وېشنيزه:پښتانه شاعران]]
[[وېشنيزه:پښتانه ليکوال]]
[[وېشنيزه:پښتانه]]
[[وېشنيزه:افغانان]]
[[وېشنيزه:افغاني ليکوال]]