Difference between revisions 150101 and 151167 on pswiki'''ائتلافي ځواکونه''' هغه اصطلاح ده چې د ۱۳۸۰ کال راهيسې په [[افغانستان]] کې د امريکې تر مشرۍ لاندې د پوځي سازمانونو لپاره کارول کېږي. دوی د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا تر مشرۍ لاندې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو یا آیساف څخه چې په افغانستان کې عملیات تر سره کوي، بیل دي. ائتلافي ځواکونو د شمالي ټلوالې د ځواکونو په همکارۍ د ۱۳۸۱ کال د لړم په مياشت کې د طالبانو رژيم راوپرځاوه. دغه سرتيري د تلپاتې خپلواکۍ د عملياتو (OEF) د ماموريت پربنسټ په افغانستان کې د طالبانو او القاعده د غړو د موندلو او د افغان دفاعي ځواکونو د وضعیت د بیا جوړولو لپاره چې په پای کې به په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د راوستلو مسوولیت ولري خپلوعملیاتو ته دوام ورکوي. ائتلافي ځواکونه د افغانستان د حکومت دامنيتي سکټور د سمون د پلې کولو په برخه کې یو مهم ملګری دی . که څه هم چې په افغانستان کې د پوځي برخو څخه بهر غیر ایساف ځواکونه یا د امریکې ځواکونه د ائتلافي ځواکونو په نامه یادیدل چې دغه ځواکونه د ۱۳۸۲ کال د سلواغې په میاشت کې د افغانستان د ګډو ځواکونو د قومندانۍ (CFC-A) په نامه بیا ونومول شول. په ۱۳۸۳-۱۳۸۴ کلونو کې دې ځواکونو (CFC-A) ایساف ته د سیمه ییزې قوماندې په لیږد پیل وکړچې دا کار د ختیځو او شمالي سیمو څخه پیل شو د ۱۳۸۵ کال د چنګاښ په میاشت کې د سهیلي ولایتونو د قوماندې لیږد تر سره شو. دهیواد د وروستۍ څلورمې برخې یعنې د لویدیځو سیمو د قوماندې لیږد د ۱۳۸۵ کال د تلې په میاشت کې تر سره شو. او په دې توګه آیساف ته د ټول هیواد د امنیت د ساتلو دنده ور وسپارل شوه(که څه هم چې د ۱۳۸۷ کال د تلې د میاشتې راهیسې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د آیساف سره په همغږۍ کې یې په افغانستان کې د تل پاتې خپلواکۍ د ماموریت مسوولیت ځان پورې تړلی ګڼلو). په ۱۳۸۵ کال کې آیساف ته د سیمو له لیږد وروسته د افغانستان د ګډو ځواکونو قومنداني(CFC-A) نور د ائتلافي ځواکونو د یوې قومندانۍ په څیر غیر فعاله وه؛ په پای کې دغیر ایساف امریکايي ځواکونو پاتې برخه د امریکې د مرکزي قومندانۍ تر سر پرستۍ لاندې راغله. په وروستیو کې د ۱۳۸۷ کال د تلې په میاشت کې د ائتلاف ځواکونه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په توګه له سره تنظیم شول(USFOR-A) او د امریکې د مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) له خوا یې مشري او څارنه کیږي. په داسې حال کې چې آيساف د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواک دی. که څه هم چې د ۱۳۸۷ کال د تلې له ۱۷ نیټې راهيسې دغه دواړه ځواکونه تر يوې قومندانۍ لاندې راغلل او پر همهغه نیټه جنرال ډيويډ دي مک کيرنن د متحده ايالتونو تر ټولو لوړپوړی پوځي افسر په افغانستان کې وروسته له هغو انګیرنو نه چې د ۱۳۸۷ کال په غبرګولي کې به د آیساف د ځواکونو قومانده پر غاړه واخلي د امريکې د ځواکونو د قومندان پر دنده ونومول شو.چې وروسته بیا د ۱۳۸۸ کال د وري په میاشت کې دده پر ځای جنرال ستنلي ای.مک کریستال وټاکل شو، چې د ۱۳۸۹ کال د غبرګولي په میاشت کې د هغه پرځای ډیوید پتریوس ددې ځواکونو قومانده په غاړه واخیسته. په افغانستان کې د امريکې ځواکونه د آيساف د ځواکونو د ماموريت څخه دامریکې د ملاتړ دهمغږۍ او اغیزمنتوب د د زیاتولو په موخه رامینځ ته شول. د دې ځواکونو نیت په افغانستان کې د ټولو امریکايي ځواکونو د کنټرول او قوماندې د تنظیمولو او اغیزمن کولو له لارې د آیساف او د امریکې تر مشرۍ لاندې دهڅو یو والی دی. د۱۳۸۸ ۱۳۸۹ کال د مرغومي په میاشت کې په افغانستان کې کابو ۱۳۵۰۰ امریکایي سرتیرې پر دندو ګومارل شوي دي. [[وېشنيزه:افغانستان#REDIRECT [[ايساف]] All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?diff=prev&oldid=151167.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|