Difference between revisions 150404 and 150405 on pswiki


== لنډه تاريخچه ==
د كندهار هوايي ډګر د امريكايي مهندسينو لخوا په ۱۳۴۲ لمريزكال كي جوړسو. نوموړى ميدان په منځنۍ آسياكي يو له نړيوالو ميدانونو څخه دئ، چي ځانګړى اعتبار لري او زموږ ملي هويت ته افتخار وربخښي.
په ۱۳۵۳ لمريز كال كي دافغانستان هوايي ځواکونه هم په دې ميدان كي ځاى پرځاى سول.
(contracted; show full)
د كندهار هوايي ميدان د كندهار ښارد (نوي ښار) په سيمه كي ۸ بابه د هستوګني كورونه لري، مګر د زورواكو لخوا په زوره نيول سوي دي، چي د ډېرو هلو ځلو كولوسره سره د هوايي ميدان آمر په دې نه دئ توانېدلى چي نوموړي هستوګنځايونه د هوايي ډګر په چارو كي وكاروو.
د ملكي هوايي ميدان (ټاور) فلج دئ او د الوتكو كنترول دآيساف ځواكونو په لاس كي دئ. د ميدان آمريت يوازي يوه سنافتيكي (زراعتي) دستګاه لري او د موجوده وضعي راپور د ايساف ځواكونو ته وركوي.
ملكي هوايي ميدان ۱۸ اطاقونه لري، چي لاندي ارګانونه له هغو څخه ګته اخلي:


  د هوايي ميدان سرحدي پوليس ۵ خوني
  د آريانا هوايي شركت دوې خوني
د پامير هوايي شركت يوه خونه
د كام اېر هوايي شركت يوه خونه
  د ايساف ځواكونه يوه خونه
  د ګلوبل امنيتي شركت يوه خونه
  د ميدان د امنيت مديريت يوه خونه
  د ميدان د ګمرك مديريت يوه خونه
  داوي آيل شركت يوه خونه
  د هوايي ميدان آمريت څلور خوني

== تشكيل او پرسونل ==

د ميدان آمريت ۲۶ نفره پرسونل لري، چي ۱۰ نفره يې مامورين، ۱۳ يې خدمتي اجيران او ۳ نفره يې اجيرباالمقطع دي. د ذكرسوو ۱۰ نفرو مامورينو څخه يې ۵ نفره مسلكي او ۵ اداري دي، چي د الوتنو له شروع بيا ختم پوري همهلته وي.

== هغه كمپنۍ چي الوتني كوي ==

آريانا هوايي شركت
  پاميرهوايي شركت
كام اېر هوايي شركت
تيزر هوايي شركت
دUNHAS  هوايي شركت
برجر هوايي شركت
هتلر هوايي شركت
  د CADG هوايي شركت
د سره صليب او يوناما هوايي شركت