Difference between revisions 150783 and 150784 on pswiki

'''اپارټايډ''' په لغوي لحاظ  د جلا ساتلو او بېلولو معنا لري. اصطلاحاً دا كلمه د نژادي توپير په مفهوم استعماليږي. ددې سياست له مخې زيار ايستل كېږي چې سپين توكمې د نورو نژادونو له خلكو څخه جلا وساتل شي او سپين توكمې په تور توكمو لوړ وبلل شي. د اپارټايډ اصطلاح په اصل كې د تور پوستو او بومي هنديانو په وړاندې د جنوبي افريقا د جمهوريت د تبعيضي سياست ښكارندوى كوي. دغه [[سياست]] د ۱۹۴۸ م كال څخه راپديخوا په دغه هېواد كې رواج وموند. د دغه سياست له مخې د جنوبي افريقا بومي هنديانو او تور پوستو ته اجتماعي، سياسي او د تحصيل برابر حقوق نه وركول كېږي. په ۱۹۵۲م كال كې د ملګرو ملتونو مؤسسې د اپارټايډ په هكله خبرې وكړي او دا عمل يې د بشر د حقوقو خلاف يو عمل وباله او محكوم يې كړ. د اروپايانو د راتګ نه وروسته په جنوبي افريقا كې دا سياست رويكار شو. د جنوبي افريقا ملي حزب چې په ۱۹۴۷ م كال كې جوړ شو، د تور پوستو له پاره يې د ژوند په هره ساحه كې جلا مقررات وضع كړل. له ۱۹۵۳ كال نه وروسته په اعتصابونو كې د تورپوستو او نورو نژادي اقليتونو ګډون او له تورپوستو سره واده جنايت ګڼل شوى دى.


[[وېشنيزه:سياسي هڅوب]]