Difference between revisions 151130 and 152567 on pswiki

[[دوتنه:ګگازپیالوګگرام.jpeg|framed|کيڼ|250px|دا یوه اکسرې  راښیي چې په هغه کې بډوډي او حالبونه له ګگاز نه ډګگ دي]]
ګگاز پیالوګگرام (Gas pyelogram) د هغې ساده بطني اکسرې څخه عبارت ده چې  په هغه کې بډوډي ، حویضې ، کلیسونه او حالبونه له ګگاز څخه ډک معلومیږي او Radiolucent  خیال ورکوي. 
دغه ګگاز د یوشمیر ګگاز تولیدونکو مایکروارګگانیزمونو په واسطه چې د بولي سیستم علوي برخې  منتنوي منځته راځي.
Emphysematous pyelonephritis له یوه حاد ، نکروتیک ، پارنشیمایي او Peri renal  انتان څخه عبارت ده چې د بولي سیستم د ګگاز تولیدونکو مایکروارګگانیزمونو په واسطه منځته راځي.
پتوجنیز یې په څرګگند ډول معلوم ندی خو څرنګگه چې دغه حالت زیاتره په شکرې ناروغانو کې رامنځته کیږي ؛ داسې فکر کیږي چې په انساجو کې د ګگلولوز لوړه سویه د یوشمیر مایکروارګگانیزمونو لکه  Ecoli  لپاره زمینه برابروي ترڅو دغه ګگلوکوز خمیره او د کاربن دای اکساید  ګگاز تولید کړي.
همدارنګگه پرته له شکرې ناروغانو څخه په هغو اشخاصو کې چې د بولي سیستم انتانات ، تیږې یا Papillary necrosis ولري ؛ په څرګگنده توګگه د بډوډو دندې پکې خرابې شوې وي او د ادرار بندښت (Obstructive uropaty) هم ورسره ملګگرې وي ؛ د مایکرو ارګگانیزمونو په واسطه ګگلوکوز تخمر کوي او  د کاربن دای اکساید ګگاز تولیدیږي. که چیرته په دې حالت کې یوه ساده بطني اکسرې واخستل شي نو د بډوډو په پرانشیم ، کلیسونو ، حویضې او حالب کې به د ګگاز خیالونه ولیدل شي چې د ګگاز پیالوګگرام په نوم یادیږي.
Emphysematous pyelonephritis یوه بیړنۍ طبي واقعه ده چې اکثره ناروغان په سپتیک (Septic) حالت کې وي ، بیړنیو طبي مرستو ، درستې درملنې او جدي مراقبت ته اړتیا لري.
ناروغ باید په مناسبه اندازه مایعات او وسیع الساحه بکتریایي ضد [[درمل]] واخلي. که چیرته بډوډی دنده ولري نو طبي درملنه ترسره کیږي. Nephrectomy یواځې هغه وخت ترسره کیږي چې طبي درملنه کومه نتیجه ورنه کړي.
که چیرته مأوفه بډوډی دنده ونه لري او کوم بندښت هم نه وي موجود ؛ نو اړینه ده چې Nephrectomy ترسره شي ځکه چې په دې حالت کې یواځې طبي درملنه کفایت  نه کوي او د وخت د ضیاع په صورت کې وژونکې پایلې لري.
که چیرته بندښت موجود وي نو په لومړي قدم کې یو کتیتر تطبیق او کله چې د ناروغ عمومي وضعیت ښه شي ؛ نو که بډوډي دنده لرله طبي درملنه او که دنده یې نه لرله Nephrectomy ترسره کیږي.<br />
=== سرچینې ===
۱-wein, Kavoussi, Novick, Partin, peters, Campbell-walsh urology, 9th edition, 2007.<br />
۲-Emil A,Tnagho,Jack W.McAninch, Smith’s general urology , 17th edition, 2008,Lange medical book, New York Chicago San Francisco Lisbon London Madrid Mexico City Milan New Delhi San Juan Seoul Singapore Sydney Toronto.