Difference between revisions 151480 and 158680 on pswiki

{{صاف}}
[[دوتنه:مېرمن ملاله.jpg|بټنوک|300px|کیڼ|د مېرمن ملالې خيالي انځور]]
[[File:Da Maiwand Malalai.jpg|بټنوک|300px|کیڼ|د مېرمن ملالې خيالي انځور]]
د  [[امير شېر علي خان]]  تر  مرګ  وروسته  د  [[د کابل ولایت|کابل]]  حالت  ډېر  خراب  وو  [[انګرېزان]]  مخته  راتله  څو  په  اخر  کي  سردارانو  [[امير محمد  يعقوب  خان]]  پسله  ٨  کالو  بند  څخه  د  بنديخانې  څخه   را  و  ايست  او  پاچا  يې  کړ . 

(contracted; show full)
له دغه پورته څرګنددونو څخه داښکاري چې (ملاله)دهمدغه میوند په تاریخي جګړه کې دشهادت مقام ته رسیدلې او تلپاتې نوم یې په برخه شوی دی . دغه ستره کارنامه یې زموږ دهیواد په تاریخ کې په زرینو کرښو لیک او تر هغه چې  افغان او افغانستان وي،له چا به نه هیریږي او په ډیر درناوي به نمانځل کیږي . ددې نومیالۍاو ننګیالۍپیغلې قبر دمیوند دشهیدانو په هدیره کې معلوم او ډېر خلک زیارت له ورځي،روح دې ښاد او یاد یې همیشه!


د ملالي د ژوند د پيښو په باب چي دا پيغله څوك د چا لور او د كومي سيمي او كلي وه پوره معلومات په لاس كي نسته, خودميوند دفتحي دننگ اوجنگ په معركه كي ددغي نوميالۍ پيغلي كردار او تقش لكه دلمر په څير څرگنددى. ملي ولسي روايات او هم تاريخي آثار په دي هكله تقريباً په يوه خوله دي او دعباراتو په ډير لږ توپير او بدلون دميوند په فتحه كي دهغي غوڅ او ټاكونكى نقش تاييدوي .

دبښتني ميرمني كتاب ليكوال عپدالروف بينوا ليكلى چي ددوشنبي په ورځ دبرات دمياشتي پر اولسمه 1297 هجري قمري كال چي افغاني زلميانو ميرنو او ښځو دخپل وطن دساتني په نيت سرونه پر ميدان ايښي اودميوند ډگر ته دقرباني له پاره حاضرسوي وه, ټكنده غرمه وه غازيان تږي او ستړي ستومانه وو دميوند پر دښت هيڅ اوبه هم نه وي نژديوه چي افغاني لښكر له تندي څخه ماتي وكړي. په داسي حال كي چي دلښكرو بيرغچي هم سخت زخمي سو او بيرغ يي له لاسه ولويد يوه پيغله راغله بيرغ يې په سرومنگولو واخيست ناره يي وكړه: 

<center>
{{شعر}}
{{ب|خال به ديار له وينو كښيږدم|چي شينكي باغ كي گل گلاب وشرموينه}}
{{ب|كه په ميوند كي شهيد نسوي|خدايږو لاليه بي ننگۍ ته دي ساتينه}}
{{دشعرپای}}
</center>

ددي پيغلي دا ږغ يو آسماني ږغ و چي دافغاني زلميانو ويني يې په جوش راوستلي اود تود (الله اكبر) په ناره يې پرغليم يرغل وكړ او دښمنان يې تار په تار او خپله پاكه خاوره يې دهغوى دناپاكه قدمو څخه وژغورله . دا پيغله ملاله نوميدله په ځينو روايتونو كي همدغه پورتني مفهوم دالفاظو په لږاو ډير بدلون سره داسي راغلي دي.
يوه خواته دميوند پر دښته پراته دپرنكي پوځونه په هرډول وسلو او وسيلو سمبال وو بله خوا افغانان په تش لاس خو دايمان او عقيدي په وسله سمبال د هغوى مقابلي ته راوتلي وو او په دې نيت او تكل وو چي دغه كفري لښكري له خپلي خاروي څخه وباسي او هيواد ددوي له ناولو منگولو څخه آزاد كړي . د افغاني غازيانو سره په دغه جكړه كښي افغاني ميرمني هم شاملي وي چي ځينو يې غازيانو ته خواړه اوبه او باروت وررسول او ځيني له خپلو پلرونو ورونو او ميړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلي ته ولاړي وي، يوه له دغو نومياليوڅخه ملاله وه.

ټكنده غرمه وه ملالۍ وليدل چي له يوي خوا ددښمن دپوځونوشمير زيات او په ډول ډول وسلو اووسلو سمبال دي او له بلي خوا دهغوى په وړاندي د افغاني غازيانو شمير لږ تش لاسي او نږدي وه چي گرمي، تندي او ستړيا څخه له ماتي سره مخامخ سوي واى, نو يو هسك ځاى ته وختله او دزړه له جوشه يې افغاني غازيانو ته دالنډۍ وويله 

<center>
{{شعر}}
{{ب|كه په ميوند كي شهيد نسوي|خدايږو لاليه بې ننگۍ ته دي ساتينه}} 
{{دشعرپای}}
</center>
دملالۍ دلنډۍ هر تورى لكه غشى دغازيانو په زړونو ولگيد ويني يې په جوش راغلي مات زړونه يې راژوندي سول او د الله اكبر په كفر ځپونكي ږغ پر دښمن ورغلل, سره ورځ يې پرې جوړه كړه څه شيبه وروسته ملاله يوځل بيا پر لوړځاى ودريده ا وداسي دجذبې ډكه ناره يې وكړه: 

<center>
{{شعر}}
{{ب|خال به ديار له وينو كښيږدم|چي شينكي باغ كي گل گلاب وشرموينه}}
{{ب|كه په ميوند كي شهيد نسوي|خدايږو لاليه بي ننگۍ ته دي ساتينه}}
{{دشعرپای}}
</center>
ددښمن په پوځونو ماته كډه او ډيره زياته مرگه ژوبله پكي وسوه. 
دافغانسنان درمسير تاريخ) ليكوال دهغه وخت ديو نوميالي مړرخ ميرزا يعقوپ علي خوافي د كتاب په حواله ليكي چي په دغه جگړه كي له دوولس زره انگريزي پوځ عسكرو او صاحب منصبانو څخه يوازي (25) تنه ژوندي دجگړي دډگر څخه په تيښته بريالي سول.
د(زموزغازيان ليكوال محمدولي حلمي د نفتو لا خالفين د كتاب (شيبور هايي پيروزي ميوند) 453 مخه په حواله ليكي: 
كله چي دزياتي كلكي ژوبلي په نتيجه كي ميوند فتح او افغاني غازيان دخپلو شهيدانو د ښخولو په تكل كي وو ,غازي سردارمحمد ايوب خان پوښتنه وكړه چي دغه نجلۍ څوك ده چي په داسي نازك حالت كي يې پخپلو ملي لنډيو افغانى لښكر په ننگ او غورځنگ راوست.ځواب وركول سو چي دا ملاله د يو چو پان لو راو دميوند (كشك نخود) اوسيدونكي ده بل ورته وويل چي دا ډيره زړه وره وه دغازيانو تر څنگ يې بايد ښخه كړو. ايوب خان وويل ښه واياست ملايانو او ملي مجاهدينو دبخښني دعاورته وكړه او هم هلته يې خاوروته وسپارله.
همدارنگه مير غلام محمد غبار په (افغانستان درمسير تاريخ) او لويس دوپري په خپل اثر (افغانستان )كي دملالۍ سر ښندنه او ننگياليتوب ستايې او تاييدوي .

له دي پورته څرگندونو داښكاري چي ملاله دهمدغه ميوند په تاريخي جگړه كي دشهادت مقام ته رسيدلي او تلپاتي نوم يې په برخه سوى دى ددغه ستره ويارلي كارنامه يې زموږ دهيواد په تاريخ كي په زرينو كرښو ليكو تر هغه چي افغان او افغانستان وي له چابه نه هيريږي او په ډير درناوي به لمانځل كيږي . ددي نوميالۍ او ننگيالۍ پيغلي قبر دميوند د شهيدانو په هديره كي معلوم او ډير خلك يې زيارت لره ورځي.
روح دي هميشه ښاد او يادوي !


== سرچينې ==
* د [[عبدالولي امين]] په قلم
* [[د افغانستان مشاهير]]
*زموږغازيان، ليكوال: [[محمدولي حلمي]]
*پښتنې ميرمنې، ليكوال: [[عبدالروف بېنوا]]

[[وېشنيزه:پښتنې مېرمنې]]
[[وېشنيزه:پښتنې اتلې ښځې]]
{{پښتانه}}
[[وېشنيزه:د افغانستان نوميالي]]
[[وېشنيزه:اتلان]]