Difference between revisions 152008 and 152009 on pswiki

[[دوتنه:GodfreyKneller-IsaacNewton-1689.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|آيزاک نيوټن]]
'''آيزاک نيوټن''' په انګرېزي ژبه  ''Sir Isaac Newton'' يا سر اساک نيوټن (۲۵م د ډسمبر ۱۹۴۲ـ ۲۰م مارچ ۱۷۲۷) يو انګرېز پنځپوهاند (فيزيکپوه) او شمېرپوهاند و . دی د پوهنې په پراخ ډګر کې ډېر اغېزمن پوهنيال او ساينسپوه ګڼل کېږي . ده په ساينسي ډګر کې بنسټيزه پاڅون هله رامنځته کړ کله چې يې لومړنی کتاب د شمېرپوهنې فلسفي او طبعي تګلارې په نوم  راووېست . دا کتاب په کال ۱۶۸۷م زېږديز کې خپور شو او د لرغوني ميخانيک او تخنيک د بنسټ خښته يې کېښوده .د نيوټن پرنسپيه يا ليکنې تګلارې د خوځښت قانونونه او په کايناتو کې د مقناطيسي تړاؤ يا ګراويټي تړاؤ پر سر بحث رامنځته کړ چې د پنځپوهنې د ډګر روان حالت يې درې پېړۍ تود ساتلی . د نيوټن څېړنه پدې هم ولاړه وه چې د يو څيز خوځښت په مځکې باندې او يا اسماني ـ بدنو (غونډالو، اجرامو) د خوځښت تشريح په همدې پرنسيپيه مخانيکي تګلارې روښانېږي . نيوټن د کپلر په قانون بيا کره کتنه وکړه او هاغه شکمنه تګلاره يې له منځه يوړه چې له مخې يې مقناطیسي سېک يا مځکې ګراويټي او ټولو کايناتو يې د لمر په مدار او خوا ګڼل .  
= مخينه =
ايزاک نيوټن د جوليان کليز له مخې په انګلينډ کې د کرسمس په ورځ يانې ۲۵م د ډسمبر کال ۱۶۴۲م  کې په ولستورپ سیمه کې زېږېدلی . ولستورپ د لنکولن شاير ولسوالۍ پورې تړلی . هغه درې مياشتې وروسته د خپل د پلار له مړينې وزېږېد . پلار ېې يو بډای بزګر و چې نوم ېې هم ايساک نيوټن و . داچې خپل د زېږون د نېټې څخه دمخه زېږېدلی و نو په جوسې او بدن وړوکی ماشوم و . مور يې هنا آيسکوف نومېده .  

= زده کړې =
= ساينسي ډګر کې يې ونډه =
==د خوځښت لومړنی قانون ==
== د خوځښت دوهم قانون ==
== د خوځښت درېیم قانون ==
= پاتې ژوند =
= ليکلي اثار =
= لاسته راوړنې او ستاينيزې =
= د نيوټن په نوم غټې ټولنې او رسمي وياړنې=
= سرچينې =
http://en.wikipedia.org/wiki/Isaac_Newton
[[وېشنيزه:ساينسپوهان]]