Difference between revisions 152011 and 152012 on pswiki[[دوتنه:GodfreyKneller-IsaacNewton-1689.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|آيزاک نيوټن]] '''آيزاک نيوټن''' په انګرېزي ژبه ''Sir Isaac Newton'' يا سر اساک نيوټن (۲۵م د ډسمبر ۱۹۴۲ـ ۲۰م مارچ ۱۷۲۷) يو انګرېز پنځپوهاند (فيزيکپوه) او شمېرپوهاند و . دی د پوهنې په پراخ ډګر کې ډېر اغېزمن پوهنيال او ساينسپوه ګڼل کېږي . ده په ساينسي ډګر کې بنسټيزه پاڅون هله رامنځته کړ کله چې يې لومړنی کتاب د شمېرپوهنې فلسفي او طبعي تګلارې په نوم راووېست . دا کتاب په کال ۱۶۸۷م زېږديز کې خپور شو او د(contracted; show full) کې په [[ولستورپ]] سیمه کې زېږېدلی . ولستورپ د [[لنکولن شاير]] ولسوالۍ پورې تړلی . هغه درې مياشتې وروسته د خپل د پلار له مړينې وزېږېد . پلار ېې يو بډای بزګر و چې نوم ېې هم ايساک نيوټن و . داچې خپل د زېږون د نېټې څخه دمخه زېږېدلی و نو په جوسې او بدن وړوکی ماشوم و . مور يې هنا آيسکوف نومېده . کله چې ايساک نيوټن د درې کلو شو نو مور ېې بيا واده وکړ او خپل زوی یې د هغه مورنۍ انا ٫ مارجري ايسکوف٬ ( پلاس يې نيوټن زېږېدلی و) ته وسپاره . ځلمکي نيوټن خپل پلندر نه خوښېده او خپلې مور سره یې د پلندر پر سر نه وه جوړه . نيوټن د دولسو کلو عمر څخه نيولې تر اولس کلو پورې د کنګز ښوونځی ، [[ګرانتهم]] سیمې کې زده کړې وکړې . په ۱۶۵۹ م زېږدي کې دی له ښوونځي څخه ووېستل شو او بيا وروسته په [[ولستورپ ـ بای ـ کولسټرورت]] کې خپلې مور سره اوسېده . مور يې يوځل بيا کونډه شوې وه او غوښتل يې چې نيوټن څخه بزګر جوړ کړي ، خو د نيوټن بزګري نه خوښېده . د کنګز ښوونځي يو استاد د نيوټن مور ته مشوره ورکړه چې دی بېرته يوه ښوونځي ته واستوي تر څو خپلې زده کړې بشپړې کړي . دی په ښوونځی کې نورو ماشومانو ډېر ځوراوه د همدې نورو ځلميو سره د بډوالي او ضد له کبله خپل په زده کړو کې لا ګړندی شو څو د ښوونځي تر ټولو تکړه زده کوونکی شو . د [[کېمبرج]] يو [[ساپوهاند]] د نيوټن په هکله داسې انګېري چې د اسپرګر ساينډروم ناروغي يې درلوده. = زده کړې = = ساينسي ډګر کې يې ونډه = ==د خوځښت لومړنی قانون == == د خوځښت دوهم قانون == == د خوځښت درېیم قانون == = پاتې ژوند = = ليکلي اثار = = لاسته راوړنې او ستاينيزې = = د نيوټن په نوم غټې ټولنې او رسمي وياړنې= = سرچينې = http://en.wikipedia.org/wiki/Isaac_Newton [[وېشنيزه:ساينسپوهان]] All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?diff=prev&oldid=152012.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|