Difference between revisions 161344 and 161345 on pswiki{{د ژبې مالوماتبکس |name = پښتو |nativename = <span style="font-size:1.5em;">پښتو </span> |وينګ = [paʂˈto], [paçˈto], [paxˈto] |familycolor = Indo-European |fam2 = [[هندو-آريايي ژبې|هندو-آريايي]] (contracted; show full) د پښتو ژبې په غونډلو (جملو) کې ځینو ستونزو ته گوتنیونه ː د بېلگې په ډول ː ناکره ـ زياتره پنځوس بنديان يې خوشې کړی شو ـ> (کره: تر پېځوسو زيات بنديان يې خوشې کړل)؛ تر اوردو ـ انګريزي اغېز لاندې: ناکره ـ د وزارت خارجه ترجمان قرارداد تسليم کړی شو.(کره: د بهرنيو چارو د وزارت وياند پرېکړه ليک ومانه) بدعنوانه بيروکرېټ نا اهله و ګرځولې شو(کره:بدنام کارمند بې برخې کړ شو) او داسې نورې ستونزې . په لاندينويو پاڼو کې د سمې او کره ليکنې يوه لنډه لارښوونه وړاندې کېږي == زړيزونه او نويزونه == يو وخت الوتكه نه وه. د الوتكې لپاره د كلمې د لرلو اړتيا هم نه وه. خو وروسته بيا الوتكه راغله. الوتكه پېلوټ چلوله. هغۀ ته هوايي ډګر پكار ووچې الوتكه راكوزه كړي، او په دې ډول د گڼو نويو مفهومونو لپاره د كلمو د لرلو ضرورت پېښ شو. ځينو كسانو وويل چې له بل ځايه راغلې كلمې ولې پښتو كوو؟ پېلوټ ته به پېلوټ وايو، او كه ډېر تصرف پكې كوو نو د خپلې ژبې له صوتي قواعدو سره سم به يې برابروو، نور نو د بلې كلمې جوړولو ته حاجت نه شته. هره كلمه چې په يوه ژبه كې راشي هغه د هغې ژبې مال دى. خو ځينو نورو وويل چې اوس هغه پخوا زمانه نه ده چې كلتوري،فكري او تجارتي راكړه وركړه ډېره محدوده وه او يو نيم پردى لغت كه به راغى هغه به د ژبې په ژرنده كې داسې دل كېدۀ لكه له غنمو سره مشنګ. په اوسنۍ زمانه كې د نورو ژبو د كلمو له سېلاب سره مخامخ يوو. كه دا كلمې له يو مخه خپلوو نو دا څو ستونزې لرو: ١، ژبه مو بې خونده كېږي. ٢، د ژبې ګرامري جوړښت مو مشكله كېږي. انګرېزان چې نېشن، نشنل اونشنليټي وايي، دا كار د خپلې ژبې د قواعدو په اساس كوي، خو كه موږ دا كلمې کټ مټ را اخلو، معنا يې دا ده چې د خپلې ژبې په قواعدو كې مو لاس وواهۀ. موږ تر دې دمخه هم د دې كلمو عربي معادل ( ملت، ملي،مليت) د عربي قواعدو مطابق زده كړي وو. كه يادې شوې انګليسي كورنۍ د هغو كورنۍ او خپل منځي روابطو ته له پامه پرته زده كوو نو دا كار مو په حافظې باندې فشار ډېروي او كه كورنۍ ته يې په پام سره زده كوو نو په انګرېزي ګرامر به هم ځان خبروو، چې په دواړو حالتونو كې د ژبې د پېچلتيا سبب ګرځي. ٣، د لغت جوړولو پلويان داهم وايي چې كه خپلې كلمې جوړې نه كړو نو يو كس به ټولنپوهنې ته علم الاجتماع وايي، بل به يې سوسيالوجي بولي او دريم به سوسيولوژي ليكي، چې دا كار په ژبه كې د انارشي او ګډوډي سبب كېږي. د دغو نظرونو مخالفه غاړه بيا په ځواب کې وايي : ١: دا څه ستونزه نه ده چې په پردو لغتونو كې يو معياري وګڼو. انګلېسي نړيواله ژبه ده او د دې ژبې د كلمو تلفظ پښتو ژبيو ته تر ډېره حده ګران كار نه دى نو ولې په داسې مواردو كې انګليسي د معيار په توګه ونه منو؟ ٢، د نړۍ ځينې ژبې د پردو لغتونو د جذبولو ښه استعداد لري او پښتو په همدې ژبو كې شامله ده. موږ بايد د پښتو له دې امتيازه گټه واخلو. ٣، څرنګه چې موږ په افغانستان كې د ژبې منل شوې اكاډيمي نه لرو او ژبه فردي ملكيت نه دى نو كه هر څوك په خپل سر لغتونه جوړ كړي دا به لوى سر خوږى وي. البته د دا وروستي استدلال په ځواب كې ويل شوي دي چې د نوي لغت جوړول د هر چا كار نه بلكې يوازې د ژبپوهانو كار دى. خو په دغه ځواب هم دوې نيوكې كېږي: يو دا چې ژبپوهان پخپله واحد نظر نه لري. بله نيوكه دا ده چې د لغت جوړول به د ژبپوه كار وي مګرپه هره علمي او فني اصطلاح يوازې هغه وخت ښۀ پوهېداى شو چې په اړونده علمي او فني ساحه كې يې مطالعه كړو. د دې خبرې معنا دا ده چې د كلمې د جوړولو لپاره كه ژبپوه ته اړتيا ده نو د كلمې د اړوند علم ماهر ته هم اړتيا ده او دغه راز هغو كسانو ته هم اړتيا ده چې كلمه د ښكلا او موسيقي له اړخه ښه تللى او ارزولى شي. مثال: لږ تر لږه درې لسيزې کيږي چې په پښتو كې استثمار ته زبېښاك وايو. دا اوس منل شوې كلمه ده. خو كه د دې كلمې جوړوونكى له دې كلمې سره اړوند علم يعنې سياسي اقتصاد سره بلد واى بيا به يې خامخا هغسې معادل ورته جوړاوۀ چې په دې علم كې معنا لري. دغه راز د كلونياليزم كلمې ته چې له كالوني راوتلې ده، عربو د دې كلمې تاريخچې او اصلي مفهوم ته په پام سره د استعمار كلمه وضع كړه. دغه رازاردو ژبو د استعمار اصلي او تاريخي معنا ته په پام سره نيوكلونياليزم ته نو ابادياتي نظام ووايه. خو په پښتو كې چې چا ورته د ښكېلاك كلمه وضع كوله هغه له پښتو ګرامر او مشتقاتو سره بلد وو مګر د دې كلمې له اصلې او علمي مفهوم سره نا اشنا وو ځكه يې داسې معادل ورته غوره كړى دى چې د پردي او نوي ځاى له ابادولو سره يې تعلق نه شته. ايا په داسې يوې موضوع كې چې واحد او ټولمنلى نظر نه شته د يوې رسنۍ او يوې راډيو د ژورناليسټ دريځ بايد څه وي؟ ژورناليسټ نه ژبپوه دى او نه د بل علم ماهر دى. له بلې خوا د دۀ كار هم دا نه دى چې ژبه جوړه كړي. كه يو ليكوال په خپل كتاب كې خپل يا پردي نوي جوړ كړي لغتونه راوړي دا يې خپل كار دى، كه د خلكو نه خوښېږي نو د دۀ كتاب به يې نه خوښېږي، د بل چا يې څۀ؟ خو يوه راډيو د ژورناليسټ شخصي مال نه دۍ، دى هلته مجبور دى چې د يوۀ ارګان د غوښتنو نماينده ګي وكړي. له بلې خوا په كتاب كې كه نااشنا كلمې وي نو لوستونكى ورته د تم كېدو فرصت لري چې ځان ورباندې سم پوه كړي خو د راډيو سمعي يا غږييزه وسيله دا چانس اورېدونكي ته نه وركوي. راډيو ژورناليسټ د بلې هرې رسنۍ تر كاركوونكي ډېر مجبور دى چې په اسانه ژبه پسې وګرځي او نوى لغت كه هر څو اسانه وي مګر په اولو ورځو كې اورېدونكو ته اسانه نه دى. نو ايا دى له نويو لغتونو بېخې تېر شي او اول نورو رسنيو ته فرصت وركړي چې نوي لغتونه امتحان كړي چې كه خلكو ومنل او زده كړل بيا دې يې دى استعمال كړي؟ ځينې ژورناليستان همدا نظر لري. دغه علت دى چې ځينې راډيو گانې د نويو لغتونو د استعمال پلوۍ نه دي. خو ځينې نور ژورناليستان بيا وايي چې كه د نويو لغتونو په استعمال كې ډېر احتياط كوو نواورېدونكوته به د مطالبو په رسولو كې پاتې راشو. په افغنستان كې پخوا د انتحاري حملو پېښې نه وې خو اوس چې شته نو بايد كلمه ورته ولرو. كه انتحاري حمله ورته وايو ډېرخلك يې په معنا نه پوهېږي او كه يې خود كشي بولو معنا يې مبهمه پاتېږي. د هغه چا چې ځانمرګى بريد كوي او د هغه چا تر منځ د مځكې او اسمان فرق دى چې اوبو ته يې ځان واچاوۀ او ويې ويل: پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي په لامبوزن جانان به ډېره نازېدمه په دې منځ كې چې هر چا د ځان مرګي كلمه وكاروله هغه وګټله ځكه خلك يې په اسانه پوى كړل. دغه راز موږ په پښتو كې ترهه او ګر لرو نو تر تروريست خو خلك په ترهه ګر په اسانه پوهېږي چې كوم ډول جنايت كار ته اشاره كېږي. راډيو ژورناليسټ له نويو كلمو بلكل منع كول بې ګټې كار دى. نوي مفاهيم نوې كلمې غواړي . خو بهتره دا ده چې د نويو كلمو په استعمال كې ځينې خبرې په پام كې وي چې د تيروتنې چانس كم شي: يو، د نوې كلمې په استعمال كې له خپلو همكارانو سره مشوره پكار ده ځكه نوى شى كله كله ډېر غولوونكى هم وي. دوه، ژبپوهان چې نوې كلمه وضع كوي دوى ځينې اصول لري. په دغو كې ډېر مهم يې دا دي: الف: د نوې كلمې تلفظ بايد اسانه وي. يو وخت يوۀ ژبپوه د هوټل لپاره د مېلمستځي كلمه وضع كړه خو خلكو ځكه ونه منله چې كانسوننټ پكې ډېر دي، تلفظ يې اسانه نه دى. هغه كلمه چې تلفظ يې اسانه نه وي هغه بد رنګه كلمه ده او ژورناليسټ كه په بدرنګه ژبه خبرې كوي طبعا د خبرو اثر يې كمېږي. ب: د كلمو لنډوالى د هغو يو امتياز دى.( د بېلګې په توګه) به پښتو وي او( مثلا) به عربي وي خو هغه پښتو شپږ سېلابه كلمه ده او مثلا درې. پ: نوې كلمه كه سملاسي مطلب ورسوي دا يې بل امتياز دى. ترهه ګر يا وړانديز يا ولسمشر كه د اول ځل لپاره هم څوك اوري په مطلب يې پوهېږي خو غونډله د جملې په معنا دا كمال نه لري. ج: له نوې كلمې بايد د هماغې كورنۍ نورې كلمې هم جوړې شي. له ولسمشره، ولسمشري جوړېږي او دا يې يو بل امتياز دى . چ: نوې كلمه بايد التباس پېدا نه كړي، يعنې بله معنا ونه لري. ټاكنې نن سبا د انتخاباتو په معنا ډېره راځي خو ټاكنې مقرريو ته هم وايي. د چارواكي د كلمې د سملاسي منل كېدو يو علت دا وو چې د مسوول كلمې بله معنا (ګناه ګار او جواب ده) هم لرله، يعنې په هغې كې التباس وو او په چارواكي كې دا عيب نه شته. درې: د نوې كلمې تر غوراوي اواستعمال دمخه بايد ژورناليسټ وګوري چې ايا د خلكو په ژبه كې خو د هغو لپاره تورى نه شته؟ مثلا د سهارنۍ لپاره په عامه پښتو كې سبانارى شته نو د سهارنۍ استعال ته اړتيا شته؟ ژوبڼ چې وو نو ځناوربڼ ولې وضع شو؟ دغه راز نس ناسته شته نو نس بهېدنه ولې جوړ كړو؟ او نرم شته نو انعطاف نه منونكى ولې وكاروو؟ څلور: هغه كلمه چې يوه بله پوچه كلمه رايادولى شي بهتره ده زړۀ ورته ښه نه كړو. مثلا د اساسي په معنا بنسټيزممكن يوه سپكه كلمه هم راتداعي كړي او دا يې يو عيب دى. د رسنۍ او په تېره بيا د سمعي رسنۍ كاركوونكى بايد د نويو لغتونو په اړه دغه دوه اصله په نظر كې ولري: يو، اسانوالى: چې ډېر خلك ورباندې بې زحمته پوه شي. دوه، دمعنا دقت: چې معنا يې مبهمه نه وي. د ځان مرګي كلمې ته ځكه ضرورت وو چې دغه كار نه د نورو جرمونو غوندې دى او نه د نورو خودكشيو غوندې چې يوازې روحي ناروغي وي. اسانوالى او دقت كله كله د يو بل مخالف نقش لوبوي. زېړى عام فهمه كلمه ده خود طب په لحاظ ممكن دقيقه نه وي. په داسې مواردو كې بيا بهتره ده چې دقت تر اسانوالي غوره وګڼو. د نويو لغتونو او له لويه سره د ژبې په بحث كې يوه خبره داده چې ځينې كسان ژبې ته دومره اهميت وركوي چې سبك يې له ورايه نارې وهي چې د پلاني ليكنه ده. د خبر او ژورناليزم ژبه بايد ( سبك ځپلې ) نه وي ځكه د اورېدونكي توجه د مطلب په ځاى د هغې د ليكلو طرز ته وراړوي او دا ګټور كار نه دى. د كلمو په انتخاب او د جملو د طرز په انتخاب كې د ژورناليست لپاره تر ګردو ښه سبك د سبك نامحسوسوالى دى. == دا هم وګورئ == * [[په پښتو کې د (ى) ګانو سمه کارونه]] == یادښتونه == <references/> == باندنی تړنې == * [http://www.qamosona.com/ وړيا پښتو پرليکه قاموسونه]* * [http://www.bbc.co.uk/pashto/specials/1427_pashtojornalist/page11.shtml د بي بي سي څېړنیزه پاڼه] [[وېشنيزه:ژبې]] [[وېشنيزه:د افغانستان ژبې]] [[وېشنيزه:افغانستان]] [[وېشنيزه:پښتو ژبه]] All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?diff=prev&oldid=161345.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|