Difference between revisions 161348 and 161458 on pswiki



{{د ژبې مالوماتبکس
|name          = پښتو
|nativename    = <span style="font-size:1.5em;">پښتو </span>
|وينګ = [paʂˈto], [paçˈto], [paxˈto]
|familycolor   = Indo-European
|fam2          = [[هندو-آريايي ژبې|هندو-آريايي]]
(contracted; show full)نی ژبی|لرغونو ارياني ژبو]] څخه يوه خپلواکه [[ژبه]] ده. دغه ژبه له پخوا څخه په څو نومونو ياده شوې ده چې يو لړ نومونه ېې '''پښتو''' ، '''پختو''' ، '''پوختو''' ، په [[هندي ژبه|هندي]] ('''پټاني''') ، په [[پاړسي ژبه|پاړسي]] او نړېوالې کچه د افغاني ژبې په نوم شهرت لري . دغه ژبه له ۱۹۳۶م ز. کال راهيسې د [[افغانستان]] ملي او لرغونې ژبه ګڼل شوې. د افغانستان د تاريخپوه [[محمد حسن کاکړ]] د يوې رسالې
 لخوا چې دېرش کاله پخوا په کابل کې لیکل شوې دغه سرلیک (په [[افغانستان]] کې پښتو او هغې په هکله يو څو خبرې) لاندې يوې سکالو کې د پښتو رسميت او ملي اصليت ېې داسې څرګند کړی د [[امير شېر علي خان]] د دويمې پاچايۍ په دوران کې (۱۸۶۸ـ ۱۸۸۰ زېږدي ) پښتو د لومړي ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه. همدا رنگه د پښتو ژبې په هکله د افغانستان يو بل نوموتی ژبپوهاند خلیل الله هاشميان پدې آند دی چې پښتو ژبه د فارسي ژبې په پرتله ډېره لرغونې ده او لرغونتيا یې د پښتو ژبې قبیلوي دودونو په اساس ده چې لرغونتيا یې ۲مه مخزېږدي پېړیو څخه لا پخوانۍ ده . دا چې ژبې ولې پرمختگ ندی کړی د همدې ژبې د ویونکیو سره د سیمې په کچه او نړېوالو سرزورو لخوا ټکرونه په کولتوري اړخونو کې ترسره شوي چې يې په علمي او فني آثارو هم په مختلفو پیرونو کې بریدونه شوي او لا روان دي .  د موغلو په وخت کې ۱۴۴۹ زېږدي کې د (صراح) په نوم اثر چې په سوات او پېښور کې لیکل شوی و د وخت د زورواکانو لخوا له منځه تللی .  

== مخينه او لرغونتوب ==
د ويدا اوستا مها بهارت او [[پهلوي]] او داسي نورو زړو کتابونو او برليکونو کې د پښتو ادب لرغونتيا تر ميلاده هم ډيره پخوانۍ ښکاري - د راجيت سيتارام پنډت په قول ميلنده پڼهو اصلي نسخه په زړه پښتو ليکل شويده - موړ کتاب چې د باختري يوناني [[پاچا]] ميلندر او بودايي حکيم ناګه سينه تر منځ علمي او مذهبي بحثونه او خبرې اترې دي ، د بودايي مذهب يو لوۍ [[کتاب]] ګڼل کيږي- له دې څخه دا وايبره (نتيجه) په لاس راغله چې تر ميلاده يونيم سل کاله وړاندې لا پښتو ادب ددې توان درلود چې کتابونه پر اوليکل شي(contracted; show full)
== باندنی تړنې ==
* [http://www.qamosona.com/ وړيا پښتو پرليکه قاموسونه]*
* [http://www.bbc.co.uk/pashto/specials/1427_pashtojornalist/page11.shtml د بي بي سي څېړنیزه پاڼه] 
[[وېشنيزه:ژبې]]
[[وېشنيزه:د افغانستان ژبې]]
[[وېشنيزه:افغانستان]]
[[وېشنيزه:پښتو ژبه]]