Difference between revisions 191712 and 230450 on pswiki'''زده کړه''' ''([[انگرېزي ژبه|په انگرېزي]]: Education)'' دزکړې پړاوونه او پر هغې اغیزمن لاملونه لیکوال :مامون درانی . زده کړه د تربیتی ارواپوهنې په برخه کې یوه مهمه موضوع ده، ⏎ ⏎ ⏎ ⏎ ⏎ ⏎ ⏎ ⏎ ⏎ ⏎ چې په ورځني ژوند په ځانگړې توگه د ښوونې او روزنې په برخه کې ډیره مهمه او له ارزښت څخه ډکه ونډه لري. د ارواپوهنې اونورو پوهانود نظرونو په پام کې نیولو سره هرهغه کړنه چې د انسان څخه صادریږی دهغې لامل زدکړه گنل کیږي. انسان د زده کړې په مرسته کولی شي په خپل ژوند کې ستر بدلونونه رامینځ ته کړي. انسانان دزده کړې پرمټ توانیدلي دي، چې د بشرد ودی اوپر مختگ د لارې خنډونه له خپلې لارې څخه لرې کړی او دا نړۍ په یوه پرمختللې نړۍ بدله کاندي، چې داړیکو او لیږد رالیږد ډیر پرمختللي وسایل یې ښه بیلگه گڼل کیدای شي. (contracted; show full)زمنې زدکړې ته د لاس رسۍ په موخه او په ځانگړې توگه د ښوونځې په چاپیریال کې د مناسبو شرایطو برابرول، د ښوونکی له خوا د اغیزمن او مناسب میتود کارونه او زدکړې ته د زدکوونکی چمتوالی او نور اړونده لاملونه د زدکړې په بهیر کې د پام وړ رول لوبوی. نو ځکه لازمه ده تر څو د هیواد گران ښوونکی یوې اغیزمنې زدکړې ته د رسیدو په موخه د توان تر بریده د زدکوونکو په روزلو او پاللو کې د هغې خیال وساتي تر څو وي چې دهیواد بچیان مو یوې ډاډمنې او هوسا راتلونکې ته د رسیدو په لاره کې دتل په شان ددوی له عالمانه لارښوونو څخه برخمن ووسي. All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?diff=prev&oldid=230450.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|