Difference between revisions 197479 and 202493 on pswiki'''ناروېژي ژبه''' د جرمنک ژبو په کورنۍ پورې اړه لري . دا ژبه په هراړخيزه توگه له ډنمارکي او سويډني ژبې سره نژدې اړيکې لري. له ناروېژي ژبې سره جوخت [[سويډني ژبه|سويډني]] ، [[ډېنمارکي ژبه|ډېنمارکي]] ، [[فروياژبه|فرويا]] او [[ايسلېنډي ژبه|ايسلېنډي ژبې]] د شمالي جرمنک ژبو په کتار کې راځي ، چې دې پنځو ژبو ته سکېنډيناويايي ژبې هم وايي . زړه ناروېژي ژبه له نورون نه سرچينه رااخلي . === د ناروېژي ژبې لومړی پېر (700ز. - 1350ز.) === (contracted; show full)کمول ژبه جوړونه پېل کړه او يوازې د ژبې د تلفظ په برخه کې ېې توپيرونه ښکاري چې په ننۍ ناروېژي رسمي ژبې پېژندل شوې او ډېر وييکي ېې د وخت دبدلون سره نوي شوي هم دي. نينوشک د ډانمارکي ژبې تر اغېزې ډېره کمه راغلې ، ځکه چې د نينوشک ژبې جوړونکی ايوار اوسن (زېږېدلی1813،1896) په کال 1842م نه تر 1848 پورې د نينوشک ژبې بنسټ کېښود. دا ژبه د ناروېژيانو په قول د ناروې له بېلابېلوگړدودونو نه جوړه شوې. او بل يوازينی او ځانگړی توپير ېې له بوکمول سره په ژبدوديزه برخه کې په غږيزه او ليکدوديزه څانگه کې ښکاري . [[وېشنيزه:ژبې]] ⏎ [[وېشنيزه:ناروې]] All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?diff=prev&oldid=202493.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|