Difference between revisions 265641 and 265642 on pswiki{{ړنگول|چټيات - [[User:Af420|<b style="font-family:Segoe print;color:black">Af420</b>]]<sup>[[User talk:Af420|<b style="font-family:Amiri;color:black"> دلته زما څخه پوښتنه وکړئ...</b>]]</sup> ۰۶:۱۰, ۹ اپرېل ۲۰۲۱ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړیوال وخت''']])}}⏎ {{مالوماتبکس کس}} ښاغلى ''حكمت الله سروش'' د حبيب الله زوى په ۱۳۶۷ ل كال د كندهار په پنځمه ناحيه كې زېږېدلى دى . په ۱۳۸۵ كې د [[احمد شاه بابا]] د عالي ليسې څخه فارغ شوى دى . هغه كسان چې لمر خاته د شعر لپاره د الهي طبيعت ستره ښكلا گڼي ، نو دا خبره به هم په ذهن كې ورگرځي ، چې د شعر لپاره تر يوه حده عمر او مشرتوب مطرح نه دى ، بلكې هنر يوازې د انسان د رښتيني او فطري استعداد پورې اړه لري . سروش ، كه د عمر په لحاظ كشر دى ، شعر يې بيا د ده تر عمره پښه اړوي او دا په گوته كوي ، چې حكمت به تر دې زيات پرمختگ وكړي ، ځكه اوسني شعرونه يې لا د لومړنيو تجربو او مشاهدو نتيجه ده . كه چېرې يې د وخت په تېرېدو سره مخكيني او اوسمهالي شعرونه په غور سره ولوستل شي ، نو باوري يو چې دغه تاند شاعر به په راتلونكي کې له غوره او پخو شاعرانو څخه وي . نوموړي كه په دې څوكلن بهير كې له سياسي ، شعاري او تشو خبرو پرته نور څه نه دي اورېدلي ، خو بيا يې هم خپل دريځ ساتلى دى ، ځكه د يوه شاعر خبره ده: رښتينې شاعري هغه ده ، چې ورځنيو پېښو ته د هنر جامه ور واغوندي او داسې يې ښكلې كړي ، چې هر زړه ته لار پرانيزي . سروش هغه تاند شاعر دى ، چې د [[افغانستان]] د تنكيو شاعرانو په مخكښو كې راتلاى شي . ښا غلی سروش د [[هندوستان]] د بنگلور ایالت له میسور پوهنتون كې په ۲۰۱۱ کې د ژورنالیزم له څانگې فارغ شوی دی، له بېلا بېلو مجلو سره قلمي همکاري کوي او د رنگ په نوم په زړه پورې ادبي او هنري ويبلاگ لري . همدارنگه په ورځني ژوند کې ډېر صميمي دی ، نرمې خبرې کوي او مينه اوښکلا يې دوه ښکلي ايډيالونه دي . ==سرچينې== # http://samsoor.com/sheruna.php #http://rang.bloguna.tolafghan.com [[وېشنيزه:پښتانه شاعران]] All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?diff=prev&oldid=265642.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|