Revision 127808 of "د زورواکانو دولت" on pswikiزورواکانو د [[روم]] د سلطنت په کنډرانو باندې د خپل دولت بنسټ کېښود. د شهینشاه متزلزل زور نوي نوي حکومتونه وپنځول . د زورواکۍ له نظریې سره سم باچا د شهینشاه نايب ؤ. باچا ته به سیمې په دې شرط چې شهینشاه ته به وفادار وي د جاګیردارۍ په ډول ورکول کیدې. باچا به خپلې سیمې په بیلابېلو برخو وېشلې او له ويش وروسته به یې په هغو امیرانو باندې وېشلې چې د باچا د چوپړ او پیروي ژمنه به یې کوله. امیر به تر هغه وخته پورې واکمن و ترڅو چې به یې دندې تر سره کولې او تر مرګ وروسته به یې دندې وارثانو ته ور سپارل کېدې. د وېش او انتقال دغې لړۍ ډېرې درجې درلودې مګر د دولت د اوسني مفهوم او مانا له مخې د جاګیردارانو دولت د دولت بللو حق نه درلود. په دې دولت کې د یو مشترک تابعت قانون شتون نه در لود. دولت له مرکزي واک څخه محروم او بې برخې و او د عوامو وفاداري به په هر پړاو کې ویشل کیدله. All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?oldid=127808.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|