Revision 128378 of "عبداللطيف" on pswiki

'''حافظ عبداللطيف''' د عبدالجبار زوي [[د کندهار ولايت]] د معرف اصلي اوسيدونکى دي چې في الحاله په کندهار ښار کښې اوسيږي . د نوموړي کورنۍ د روسانو د حملي وروسته چې پر افغانستان يي وکړه پاکستان ته هجرت وکړ او هلته د بلوچستان د سرخاب په سيمه کښې ئې استوګنه کوله چې خپله ( عبداللطيف ) هم په همدې سرخاب کښې پيدا سوي دي . چې وروسته يې د کوټي ښار ته کډه وکړه . هلته ئې د قرآن کريم حفظ وکړ ټوله قران کريم يې په دري کاله او څو مياشتو کښې په ياد کړ. ورپسې ئې نور دينى علوم هم کړي دي . په ١٩٩٦ کال کښې بيرته خپل هيواد افغانستان ته راغلل چې په ١٩٩٩ کال کښي د مځکني ماين د يوي پيښي له امله ئې دواړي پښې له لاسه ورکړي.