Revision 128428 of "محمد شفيق همدم" on pswiki

'''محمد شفيق همدم''' د محمد یوسف خان زوی د [[افغانستان]] [[د لغمان ولايت]] د عليشنګ په کلي کې په کال 1360 هجري لمریز کال کی د حمل مياشتې په څلورم تاريخ کې په يوه ستره او د علم او عرفان څخه په ډکه کورنۍ کې ښکلی دنیا ته سترګې غړولي دی.

ښاغلي ډاکتر محمد شفيق همدم خپل د زدکړې شروع د کابل لامع شهيد په ابتدايه کې (اوسنۍ ليسه) کې شروع کړيده او متوسطه زدکړې يې د لغمان ولايت د عليشنګ په ليسه کي او ورسته بيا د ننګرهار ولايت د جلالاباد ښار د شهيد محمد عارف په ليسه کې ثانوي زدکړي پاي ته ورسول چي په همدي کال کې د ننګرها د سياسي علومو او حقوقو پوهنځي ته داخل شو، خو د وخت ځينې سياسي او استبدادي فشارونو له کبله ددغي پوهنځۍ په پريښودومجبور شو، خو د علم او عرفان لمنه يي پرينخود او داځل یی د ننګرهار منځني طب (انيستيتوت علوم طبي ننګرهار) کي د راديولوژي د څانګي څخه په لومړي درجه فارغ شو. 

ښاغلي همدم پدي بساونکړه ا و يو ځل بيا يي د سياسي او اقتصادي او نړیوال پرمختللی امنیتی علومو ته مخه کړه او وکولاي شو چې ددي بهر څخه هم يوه څاڅکي وڅکي او خپل ديپلوم  در جرمنی څخه ترلاسه کړي، ښاغلي همدم د اسلامي، طبي، سياسي او اقتصادي علومو ترڅنګ بهرني ژبي لکه عربي، انګليسي او اردو يي هم زده کړ او د خپل دغي پوهې او تجربو څخه په ګټه وکولاي شو چې تر خپل وس او بريد ګران هيواد افغانستان ته خدمت وکړي.

ښاغلي همدم د هيواد او نړۍ په کچه د سياسي څيړنې، کره کتنې او د دري ژبي د تکړه ليکوالانو په قطار کې شمارل کيږي.