Revision 128669 of "پښتو ژبه" on pswiki{{د ژبې مالوماتبکس
|name = پښتو
|nativename = <span style="font-size:1.5em;">پښتو </span>
|وينګ = [paʂˈto], [paçˈto], [paxˈto]
|familycolor = Indo-European
|fam2 = [[هندو-آريايي ژبې|هندو-آريايي]]
|fam3 = [[آريانۍ ژبې|آريانۍ]]
|fam4 = [[ختيځه آريانۍ ژبې|ختيځ آريانۍ]]
|fam5 = [[سوېل ختيځې آريانۍ ژبې|سوېل ختيځه ژبه]]
|script = [[نسخ (ليکدود)|نسخ]] ([[عربي ابېڅې]])<ref>http://books.google.com/books?id=jPR2OlbTbdkC&pg=PA52&dq=Naskh+pashto&ei=SNk9SumXCoHCkASk8Yy6BQ</ref><ref>http://books.google.com/books?id=UQUtQzPtC6wC&pg=PA208&dq=Naskh+pashto&lr=&ei=ddk9SvrsKqHSkAS00I26BQ</ref><ref>http://books.google.com/books?id=QlkUAAAAYAAJ&pg=RA1-PA1&dq=pushto&lr=&as_brr=1&ei=IeA9Sr6FMJWolATMwKC6BQ</ref>
|ولسونه = {{AFG}} (رسمي)<br />{{PAK}} (ولايتي)
|هېوادونه = [[افغانستان]]: ختيځ، سوېل، سوېل لوېديځ او د سهېل او سهېل لويديځو سيمو کې; [[پاکستان]]: سهېل لوېديځه ولايتونه ([[خيبر پښتونخوا]], سهېلي بلوچستان [[بلوچستان(پاکستان)|بلوچستان]],<ref>University of Texas in Austin - Ethnolinguistic Groups in افغانستان... , [http://www.lib.utexas.edu/maps/middle_east_and_asia/afghanistan_ethnoling_97.jpg Link]</ref> او ځينې نورې [[سهېلي سيمې (پاکستان)|سهېلي سيمې]]); [[ايران]]: ځينې سهېل ختيځې سيمې; او په پاتې نړۍ کې د [[کډوال پښتانه|کډوالو پښتنو]] لخوا
|سيمه = [[سوېلي آسيا|سوېل]]-[[منځنۍ آسيا]]
|وييونکي = ''نژدې.'' 35.5<ref>[http://www.statpak.gov.pk/depts/pco/statistics/other_tables/pop_by_mother_tongue.pdf 15.42% پاکستان (166,036,895 * 15.42% = 25,602,889)] + [https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/geos/af.html#People 35% افغانستان (28150000 * 35% = 9,852,500)] = ''نژدې.'' له 35.5 ميليون</ref> تر 41<ref>[http://www.statpak.gov.pk/depts/pco/statistics/other_tables/pop_by_mother_tongue.pdf 15.42% پاکستان (166,036,895 * 15.42% = 25,602,889)] + [http://www.iranica.com/newsite/articles/unicode/v1f5/v1f5a040a.html 55% افغانستان (28150000 * 55% = 15,482,500)] = ''نژدې.'' 41 million</ref> ميليون وګړو
|rank = 33<ref name="Microsoft Encarta 2006">{{cite web |url=
|title=Languages Spoken by More Than 10 Million People
|publisher=Microsoft Encarta 2006}}</ref>
|agency = [[د افغانستان د علومو اکادمي]]
|iso1 = ps
|iso2 = pus
|lc1 = pus
|ld1 = Pashto (generic)
|ll1 = none
|lc2 = pst
|ld2 = مرکزي ګړدود
|lc3 = pbu
|ld3 = سهېلي ګړدود
|lc4 = pbt
|ld4 = سوېلي ګړدود
}}
[[دوتنه:Alphabeter.JPG|thumb|289px|پښتو ابېځې]]
'''پښتو ژبه''' د لرغونو ارياني ژبو څخه يوه خپلواکه [[ژبه]] ده. دغه ژبه له پخوا څخه په څو نومونو ياده شوې ده چې يو لړ نومونه ېې '''پښتو''' ، '''پختو''' ، '''پوختو''' ، په [[هندي ژبه|هندي]] ('''پټاني''') ، په [[پاړسي ژبه|پاړسي]] او نړېوالې کچه د افغاني ژبې په نوم شهرت لري . دغه ژبه له ۱۹۳۶م ز. کال راهيسې د [[افغانستان]] ملي او لرغونې ژبه ګڼل شوې. د افغانستان د تاريخپوه [[محمد حسن کاکړ]] د يوې رسالې چې دېرش کاله پخوا په کابل کې لیکل شوې دغه سرلیک (په [[افغانستان]] کې پښتو او هغې په هکله يو څو خبرې) لاندې يوې سکالو کې د پښتو رسميت او ملي اصليت ېې داسې څرګند کړی د [[امير شېر علي خان]] د دويمې پاچايۍ په دوران کې (۱۸۶۸ـ ۱۸۸۰ زېږدي ) پښتو د لومړي ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه.
== مخينه او لرغونتوب ==
د ويدا اوستا مها بهارت او [[پهلوي]] او داسي نورو زړو کتابونو او برليکونو کې د پښتو ادب لرغونتيا تر ميلاده هم ډيره پخوانۍ ښکاري - د راجيت سيتارام پنډت په قول ميلنده پڼهو اصلي نسخه په زړه پښتو ليکل شويده - موړ کتاب چې د باختري يوناني [[پاچا]] ميلندر او بودايي حکيم ناګه سينه تر منځ علمي او مذهبي بحثونه او خبرې اترې دي ، د بودايي مذهب يو لوۍ [[کتاب]] ګڼل کيږي- له دې څخه دا وايبره (نتيجه) په لاس راغله چې تر ميلاده يونيم سل کاله وړاندې لا پښتو ادب ددې توان درلود چې کتابونه پر اوليکل شي-
همدارنګه د [[هندوستان]] [[د راجستان ايالت]] په يو [[مندر]] کې موندل شوې شعري مجموعه چې په وينا ګرۍ ليک دود کښل شوې، د [[روشن لا ملهوتره]] هندي ليکوال په حواله پښتو شعرونه هم لري- ( سر مححق زلمې هيوادمل - د پښتو ادبياتو تاريخ- لرغونۍ او منځنۍ دورې)
دغه راز په زړه [[فارسي]] د هنی منشي د لوۍ [[داريوش]] پاچا چې د886-522 قبل ميلاد د بېسون په ډبر ليکونو کښل شوې او [[عبدالحی حبيبي|پوهاند حبيبي]] د څيړنې او ژباړنې له مخې د پښتنو د خلجي ګړدود (لهجه) سره ډير لږ توپير لري
{{شعر}}
{{ب|نئ ارنکه اهم|نه ئي اړېکی وم}}
{{ب|نئ درومنه اهم|نه ئ دوره جن وم}}
{{ب|نئ زړوه که ره اهم|نه ئ رورکړونی وم}}
{{دشعرپای}}
لنډ مطلب دا چې نه يم دروغجن ، او تيری کونکی نه يم - او نه د بل تيری په ځان زغملی شم <ref>پښتو څيړنې - 223 ګڼه - کابل </ref>
== د پښتو ژبې اغيز په نورو ژبو کې ==
څرنګه چې د پښتنو ټاټوبی د ريښمو د توکو سرک دی - همدغه راز د فرهنګونو د ليږد راليږد لار هم ده - ددې خاورې اهميت او مقام علامه اقبال له شعر له مخه چې ټاکلی شو ځې وايي
{{شعر}}
{{ب|اسيا يک پيکر اب و ګل است|}}
{{ب|کشور افغان دران مانند دل است|}}
{{دشعرپای}}
خو څومره چې دغه خاوره په [[آسيا]] کې د زړه غوندې مهم رول لري دغه رنګ ددې هيواد د وګړو [[ژبه]] (پښتو) هم د سيمې په ادب کې ځانګړی مقام لري- د [[صديق الله رښتين|پوهاند رښتين]] صيب (پښتو څيړنې -223- په حواله په فارسۍ کې تقريباٌ څلور سوه نه زيات پښتو لغاتونه ځاۍ لري- لکه اوربند ، اټکل ، اوچت ، پټ ، پلمه ، تول ، ټوټه ، تکړه ، ټال ، چټک ، دود ، سيالي ، ګډوډ ، لنډه ، لمبه ، واک او داسې نور -
تر ميلاده وړاندې هر کله چې په [[هنديان|هندي]] اريايانو کې طبقاتي توپير راغی چې ځينی د پرهمنانو چې په پښتو کې بريمنانو په بڼه راځي ، اوس يي هم استعمال دود دی ، ځينی د وليسه (تجارت کارو او خواري کښو) او ځينې لښکري خلکو دو اداري مشرانو په ډلو کې وويشل شول - چې دغه وروستۍ طبقه يي (کښ توري) وبلل- د کابل شاه په يو بيت کې( 160 ق م )د کښه توري ذکر راغلی دی- ددوۍ په طبقاتي ژوندانۀ کې د پښتو کليمې ننوتل د پښتو ادب د ځانګړي مقام بيلګه ګڼلی شو.
د مور خان قبيلې څخه چې کله د [[منځنۍ اسيا]] اريايانو قدرت ترلاسه کړ نو هغوۍ چې سو ډير (ناشولته) وبلل - چې دغه ويي (لغت) اوس هم په همدی مفهوم پښتو کې دود دی- دغه راز د پخواني بخدي نوم (اوسنی [[بلخ]]) چې د اريايانو لومړې ښار وو، د بکهت او پښت له کليمې سره د نزديوالي نښه ده -
دغه راز په [[عربي]] کې د پښتو ادب څرکونه موندلی شو- د بيلګی په توګه د ابي الاسد الحماني چې د مهدي خليفه همهالې وو يو شعر راوړلې شو چې وايي (نحن الشهاريج و اولاد الدهاقين) د شهاريج کليمه د پښتو له ښاريځ ( دکليوال بهړ مانيز) او دهاقين د فارسۍ دهقان دی-
په عجايب الهند او مروج الذهب کې يو عربي شوې کليمه هنرمن هم راغلې - دغه راز د ډم (نايي) کليمه هم له پښتو څخه هندي ننوتې ده- د پښتو د کوتوال کليمه ان له غزنوي پير نه وړاندې درې ادب ته ننوتې - د خسر بلخي دا شعر اوګورۍ
{{شعر}}
{{ب|جز بدين اند رنيابي راستي|}}
{{ب|راستي شد حصن دين راکوټوال|}}
{{دشعرپای}}
== پښتو او پښتانه له کومې راغلي دي ؟ ==
پښتو د پښتنو [[ژبه]] ده . پښتانه د [[افغانستان]] تر ټولو اوسيدونکو پخوا نۍ ډېرۍ ( بومی اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنو لېنګويستيکي )و ګړنۍ ډله ده . پښتو او [[پښتانه]] له تاريخي _جغرافيايې پلوه په شمال ختيزو سيمو ( [[پامير]] ، [[بلخ]] ... ) اړه لري . د پښتنو نيکونه د سکه ، ساکه ، [[ساک]] ( کاس )، [[ساكان|ساکانو]] او کاسيانو په نومونو يادېدل ، او پښتو هم د ساکي ژبي نمسۍ زباده شوي ده .
[[ساکان]] د اوېستاييانو ، پارتيانو ، ماديانو او پارسيانو تر څنګ پنځم آريا ني ټبر ګڼل کېږي چي تر زيږد ( ميلاد ) پېړۍ پېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه ( قفقازه ) تر شمال لويديز [[چين]] ، [[هند]] و کشميره سترې سترې اېمپراتورۍ را منځته کړې او د [[سکندر مقدوني]] په مشرۍ يې د يوناني يرغلګرو پر وړاندې د خپل اصلي ټاټوبي ( [[باکتريا]] ، [[بلخ]] او آمو شا وخواسيمو ) دفاع کړې او راوروسته يې په ګډه يونان _ باختري واکمنۍ کې برخه اخستې ده .
٢١٩٠ کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله ، سوېل ته راوکوچيدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه ( زرنج ) يې په خپل نامه ( ساکېستان ) ونوماوه چي راوروسته پر سيستان واوښت . په دويمه زېږدي ( ميلادي ) پېړۍ کي چي د ساکېستان ستر واکي ړنګه شوه ، په شمال کې ساکي توکمو کوشانيانو د بلي سترواکۍ بنسټ کښېښود چي د هېواد پر شمال او سوېل سر بېره يې شمال لويديز هند او [[کشمير]] هم په خپله ولکه کې راوستل .
پښتنو ساکانو په غور، هرات اود هېلمند و ارغنداب په ورشوو کې تر غوړې مرغې ( اراکوزيا يا اوسني ارغسان ) او کسې غره تر لمنو بېلا بېلې لويې او وړې سيمه واکۍ ( ملوک ا لطوايفۍ ) را منځته کړې او را وروسته تر سند وهند او کشميره خپاره شول .په دې توګه پښتو له هندي اريايې ژبو څخه اغېزمنه شوه او ډير څه يې ترې په خپله ځولۍ کې را واخېستل ، په تېره غبرګژبيزوالی ( ټ ، ډ ، ړ ، ڼ ) ، بې له دې چې يې له آرياني ( ايراني ) خپلوانو ژبو ، په سر کې دهمټبرو پاميري ژبو او بيا له پارسي ، کوردي ، بلو څي ... هغو سره تاريخي _ جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خر خشې سره مخامخ شي.<ref>د پوهاند دوکتور [[مجاور احمد زيار]] ليکنه</ref>
== د پښتو ژبې پېښلیک ==
== د پښتو لرغونې رغانې ==
== د پښتو نويزونه ==
== دا هم وګورئ ==
* [[په پښتو کې د (ى) ګانو سمه کارونه]]
== یادښتونه ==
<references/>
== باندنی تړنې ==
* [http://www.qamosona.com/ وړيا پښتو پرليکه قاموسونه]*
[[وېشنيزه:ژبې]]
[[وېشنيزه:د افغانستان ژبې]]
[[وېشنيزه:افغانستان]]
[[وېشنيزه:پښتو ژبه]]
[[am:ፐሽቶ]]
[[ar:لغة بشتوية]]
[[arz:افغانى]]
[[ast:Pashtu]]
[[az:Puştu dili]]
[[be:Пушту]]
[[bg:Пущунски език]]
[[bn:পশতু ভাষা]]
[[br:Pachtoueg]]
[[bs:Paštu jezik]]
[[ca:Paixtu]]
[[ckb:زمانی پەشتۆ]]
[[cs:Paštština]]
[[cv:Пушту]]
[[cy:Pashto]]
[[da:Pashto]]
[[de:Paschtunische Sprache]]
[[diq:Peştuki]]
[[en:Pashto language]]
[[eo:Paŝtoa lingvo]]
[[es:Idioma pastún]]
[[et:Puštu keel]]
[[eu:Paxtuera]]
[[fa:زبان پشتو]]
[[fi:Paštun kieli]]
[[fr:Pachto]]
[[ga:An Phaistis]]
[[gl:Lingua paxtúa]]
[[he:פשטו]]
[[hi:पश्तो भाषा]]
[[hif:Pashto bhasa]]
[[hr:Paštunski jezici]]
[[hy:Փուշթու լեզու]]
[[id:Bahasa Pashtun]]
[[is:Pashto]]
[[it:Lingua pashtu]]
[[ja:パシュトー語]]
[[ka:პუშტუ]]
[[kl:Pashtomiutut]]
[[ko:파슈토어]]
[[ku:Zimanê peşto]]
[[kv:Пушту]]
[[la:Lingua Afganica]]
[[lij:Lengua Pashtu]]
[[lt:Puštūnų kalba]]
[[lv:Puštu]]
[[mi:Reo Pashto]]
[[mk:Паштунски јазик]]
[[ml:പഷ്തു]]
[[mr:पश्तो भाषा]]
[[ms:Bahasa Pashto]]
[[mzn:پشتو]]
[[new:पश्तो भाषा]]
[[nl:Pasjtoe]]
[[nn:Pasjto]]
[[no:Pashto]]
[[os:Пушту]]
[[pl:Język paszto]]
[[pms:Lenga Pashto sentral]]
[[pnb:پشتو]]
[[pt:Língua pachto]]
[[qu:Pashtu simi]]
[[ro:Limba paștună]]
[[ru:Пушту]]
[[sco:Pashto leid]]
[[simple:Pashto language]]
[[sk:Paštčina]]
[[sr:Паштунски језик]]
[[su:Basa Pastun]]
[[sv:Pashto]]
[[ta:பஷ்தூ மொழி]]
[[tg:Забони пушту]]
[[th:ภาษาพาชตู]]
[[tr:Peştuca]]
[[ug:پاشتوچە]]
[[uk:Пушту]]
[[ur:پشتو]]
[[vep:Puštu]]
[[vi:Tiếng Pashtun]]
[[xmf:პუშტუ]]
[[yo:Èdè Pashtó]]
[[zh:普什图语]]All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?oldid=128669.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|