Revision 145094 of "سكندر لودي" on pswiki

[[دوتنه:Coin of Sikandar Lodi.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|د سکندر لودي سکې]]
'''سكندر لودي''' د [[بهلول لودي]] زوى ، په ۱۴۸۹ ز كال كې زېږېدلى دى . وروسته له هغه نه چې بهلول لودي ارواښاد شو ، نو يې زوى سكندر لودي د ډيلي پر پلازمېنه كېناست . د [[هند]] د يوه نوي تاريخ په ۱۲۰ مخ كې داسې راغلي دي : سكندر لودي د هند په ټولو سلاطينو كې هوښيار ، پوه غوره ، زياركښ او ښكلى سلطان وو . ده پخپله شعرونه ويل او پوهان يې پخپل ځان راټول كړي وو . له هرې خوا يې پوهان خللك وربلل او دوى يې هڅول ، چې كتابونه وليكي . د روعتيايي څېړنو مركز يې جوړ كړى و ، چې نوم يې ورته (( مدينه الشفا )) اېښى وو . موسيقۍ ته يې ډېره پاملرنه وكړه ، نوي ((لارپي )) او اهنگونه يې جړ كړل ، چې د (( سكندر شاهي لهجه )) په نامه يادېدل . خلك د خپل استعداد له مخې په ادبياتو ، موسيقۍ ، حساب ، كېميا ، درمل او نورو صنايعو لپاره روزل كېدل . سكندر لودي همدا راز د مذاهبو ترمنځ د پوخلاينې لار غوره كړې وه .
ده داسې يو نظام جوړ كړ ، چې د هر ډول عقېدې لپاره لار خلاصه وه . له پورتنيو توضيحاتو نه داسې څرگنديږي ، چې وروسته مغولي دولتونو دده سياست تعقيب كړى وي . قطب منار ، چې دده پر مهال بشپړ شوى ، د هند د لويو اديانو لكه اسلام او هندوتوب نښې لري .
دده خپلواكي د ولس لپاره وه . ده ځان يو كلك مسلمان عادل معرفي كاوه . له نورو اديانو سره يې تعصب نه درلود . دده د واكمنۍ پر مهال ډېر خلك په اسلام شرف شول ، ځكه چې جبر او اكرا نه وه .  
==اخځونه==
# قدرت الله حداد ( فرهاد )، د افغان ملي تاريخ ، ۲۴۱- ۲۴۲ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا د مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .

[[وېشنيزه:د افغانستان نوميالي]]
[[وېشنيزه:افغانان]]
[[وېشنيزه:پښتانه]]
[[وېشنيزه:لودي پښتانه]]

[[ca:Sikandar Lodi]]
[[de:Sikandar Lodi]]
[[en:Sikandar Lodi]]
[[fa:سکندر لودی]]
[[fr:Sikandar Lodi]]
[[hi:सिकंदर लोधी]]
[[nl:Sikandar Lodi]]
[[pa:ਸਿਕੰਦਰ ਲੋਧੀ]]
[[sv:Sikandar Lodhi]]