Revision 145932 of "يوري ګاګارين" on pswiki

[[دوتنه:Gagarin space suite.jpg|left|thumb|200px| ګاګارين د الوتنې په جامو كې]]
'''يوري ګاګارين''' ([[روسي ژبه|په روسي]]: Юрий Алексеевич Гагарин, ''Jurij Alekseevič Gagarin'';  [[مارچ 9]], [[1934]] – [[مارچ 27]], [[1968]]، د [[شوروي اتحاد]] يو اوسېدونكې ؤ، چې په ۱۹۶۱ز كال د لومړي ځل لپاره فضا ته وخود، او لومړنې انسان ؤ، چې د [[ځمکه|ځمكې]] ګرچاپېر وڅرخېد.

== پخوانی ژوند ==

يوري ګاګارين مسكو ته نږدې د كلاشينو په  ښارګوټي كې د مارچ په نهمه ۱۹۳۴ز  وزېږېد. د يوري ګاګارين په وياړ دا ښار په  ۱۹۶۸ز كال د ګاګارين په نامه ونومول شو. دده كورنۍ په يوه اشتراكي او ټولنيز فارم كې كار كاوه. 

يوری ګاګارين په نړۍ کی لومړی پيلوټ و چی فضا ته يی سفر وکړ٠ هغه د ١٩٦١ کال د اپريل په دوولسمه نېټه د سهار په نهو بجو او اوو دقيقو په داسی حال کی چی نوی کيلوګرامه فضايی جامه يی اغوستی وه، د ختيځ لومړنی لمبر په نامه کيهانی بيړی په چلولو سره چی وزن يی څلور زره اوه سوه پنځه کيلو ګرامه وو، په يو ساعت اته ويشتو دقيقو کی يو ځل د ځمکی چارچاپيره چورلی وه، هغه هم په نړۍ کی لومړی تن و چی له خارجی فضا څخه يی د ځمکی پوره صورت ليدلی و٠ مګر له بده مرغه ګاګارين د ١٩٦٨ کال د مارچ په اوه ويشتمه نېټه په يوه نوبتی روزونکی الوتنه کی د خپلی الوتکی په لويدو سره مړ شو نو د اپريل دوولسمه نېټه د روسيی له خوا د کيهانی سفر د جشن په نامه وټاکل شوه او په سپوږمۍ کی يو غر هم د ده په نامه ونومول شو، نو ويل کيږی چی ګاګارين د أنسان د فضايی سفر د پرانستلو نښه ده٠ روسانو د فضانوردی په چارو کی وتلی برياليتوبونه سرته رسولی دی٠ يوه روسی ښځه چی تريشکووا نوميږی، داسی لومړی ښځه ده چی کيهان ته يی سفر وکړ٠ کله چی د ګاګارين د کيهانی سفر د برياليتوب خبر يی واوريد ، سمدلاسه يی د فضانوردی هغه ښوونځی ته چی ګاګارين پکی روزل شوی و، يو ليک وروليږه څو چی د ګاګارين په شان کيهان ته سفر وکړی٠ تريشکووا او نورو درو نجونو په ١٩٦٢ کال کی د جدی او دقيقی بدنی معاينی نه وروسته د دی ښوونځی له خوا ومنلی شوی٠ يو کال نه وروسته تريشکووا د ختيځ شپږم لمبر کيهانی پيړۍ په چلولو سره په اوياوو ساعتو او پنځوسو دقيقو کی دوه مليونه کيلومتره سفر وکړ او اته څلويښت ځله ئی د زمکی له مدار سره چورلی وه٠ يرته د دوی نه يو بل روسی کيهانی پيلوټ چی ليانوف نوميږی، په نړۍ کی داسی لومړی قهرمان دی چی د ١٩٦٥ کال د مارچ په اتلسمه نېټه يی په خارجی فضا کی دوولس دقيقی پلی شوی و٠ د ١٩٦٩ کال د جولای په شپاړلسمه نېټه د امريکی کيهانی پيلوټ چی ارمسترانګ نوميږی، د اپولو د يوولسمی لمبر په نامه کيهانی بيړۍ په چلولو سره په کيهانی سفر پيل وکړ او دوه نيمی ورځی وروسته کيهانی بيړۍ سپوږمۍ ته نژدی شوه او د همدی مياشتی په شلمه نېټه د ارمسترانګ له خوا چلول شوی سپوږمۍ کيناستونکی بيړۍ سپوږمۍ ته ښکته شوه او ارمسترانګ په همدی ورځ د سهار په لسو بجو له بيړۍ څخه سپوږمۍ ته ښکته شو٠ ارمسترانګ داسی ويلی و چی دا لومړی کوچنی ګام چی زما له خوا اوچت شوی دی ، د انسانانو له خوا اوچت شوی لوی ګام دی٠ ارمسترانګ په سپوږمۍ کی دوه نيم ساعته پاتی و او په سپوږمۍ کی د يادګار چلی او د امريکی يو ملی بيرغ درولی دی٠ دغه راز د ډبرو او خاورو نمونی يی لاس ته راوړی او په سپوږمۍ کی يی د علمی ازموينو دپاره تجهيزات هم اچولی وو٠ د يادونی وړ شخصيت چی دانيس تيتو نوميږی او د امريکی د يوه پانګه اچونکی شرکت مشر دی، په ٢٠٠٠ کال کی د روسيی سره يو موافقتنامه لاسليکه کړه او د دی موافقتنامی سره سم تيتو روسيی ته د شلو مليونو ډالرو په مرسته د ٢٠٠١ کال د اپريل په ديرشمه نېټه د دوو روسی کيهانی پيلوټانو سره يو ځای بين المللی فضايی ايستګاه ته ورسيد او د روسيی په فضايی کابين کی شپږ ورځی پاتی شو چی په دی توګه دانيس تيتو د نړۍ په لومړی کيهانی مسافر بدل شو٠

== د شوروي په تشيالي خپرونه کې کار ==
=== د ده ټاکنه او روزنه ===
یوري ګاګارین په کال ۱۹۶۰ کې د یوې پراخې پروسې له لارې د ۲۰ ستورمزو له ډلې څخه د پخواني شوروي اتحاد د فضایي پروګرام لپاره وټاکل شو.د نورو ستورمزو ترڅنګ، ګاکارین باندې یو لړ تجربې او آزمایښتونه هم ترسره شول ترڅو له دې لارې د هغه فزیکي او روانی مقاومت معلوم شي او هم ددې ترڅنګ د راتلونکې الوتنې لپاره د اړتیا وړ روزنه ورکړل شي. په دې توګه له ۲۰ ټاکل شویو ستورمزلو څخه یوري ګاګارین او (ګیرمن تیتوف) د لومړۍ الوتنې لپاره وروستي انتخابونه ول ځکه دې دوو کسانو د روزنې په وخت کې له ځانه وړتیا ښودلې وه او هم له فزیکي پلوه د (وستوک) فضایي بیړۍ په کابین کې له ځانګړتیاوو څخه برخمن ول. بالاخره د شوروی د کمونیست ګوند رهبري یوري ګاګارین د هغه لوړ لیاقت  او وړتیاوو ته په پام سره د هغه سیال (تیتوف) له منځنۍ روزنې او ټیټ لیاقت سره په پرتله ددغې تاریخي الوتنې لپاره انتخاب کړ.

=== تشيالي آلوتنه ===

== مړينه او ترکه ==
له دې وروسته یوري ګاګارین د (Star City)د روزنې د مشر د مرستیال په توګه وټاکل شو. په ورته وخت کې یوري بیا د جنګي الوتکي د پيلوټ په توګه د الوتنې وړتیا پیدا کړه. د ۱۹۶۸ کال د مارچ په ۲۷ مه یوري ګاګارین او د هغه روزونکی د (Kirzhach)په سیمه کې په داسې حال کې چې د 

== توطيه ايزې تيوري ګانې ==
== سرچينې ==
* Michael D Cole ''Vostok 1: First Human in Space'', Enslow Publishers, Inc. Aldershot, UK, Springfield, New Jersey, 1995. ISBN 0-89490-541-4.
* Doran, Jamie, and Bizony, Piers: ''Starman: The Truth Behind the Legend of Yuri Gagarin'', London: Bloomsbury Publishing, 1998 (paperback version, 1999). ISBN 074754278 {{invalid isbn|074754278}}.




[[وېشنيزه:د ۱۹۳۴م کال زېږدنې]]
[[وېشنيزه:د ۱۹۶۸م کال مړینې]]
[[وېشنيزه:هوابازان|يوري ګاګارين]]

{{Link FA|fa}}
{{Link FA|vi}}