Revision 147088 of "خديجه بنت خويلد" on pswiki

{{غځول}}
دپلارنوم يې خويلد او دمورنوم يې فاطمه وو. دبي بي خديجې كورنۍ دقصې په پشت كې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای كيږي. بي بي خديجه رضي الله عنها دقريشو يوه مشهوره ,هوښياره ,پاك لمنه او شتمنه ميرمن وه . دغه مباركه بي بي په لومړي سركي دزراره زوى ابوهاله ته واده شوي وه . له هغه نه يى دوه بچيان وو چې ديوه نوم يې هند اودبل داحارث وو.حارث هغه څوك وو چې دقريشوپه لاس په حرم كې په شهادت ورسول شو. هغه داسې چې كله په [[محمد|رسول الله <sup>صلى الله عليه وسلم</sup>]] ګوزارونه كيدل نوموړى يى مخې ته ودريد. دخدای د دين د دښمنانو دتورو ګوزارونه يې په خپل بدن واخستل او له آنحضرت صلى الله عليه وسلم نه يې دخپل ځان په بيه دفاع وكړه . چې دخپلې دغې قربانۍ له امله يې داسلام په لاره كې دلومړني شهيد تل پاتې وياړپه برخه شو. هندبيادفصاحت اوبلاغت په ډګركې ښه نوم درلود . داحاديثوپه كتابونوكې درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره دهمده په روايت ترمونږ پورې رارسيدلې ده . دابوهاله له مړينې وروسته حضرت بي بي خديجة رضي الله عنها دعتيق بن عائذپه نكاح كې وه . له هغه نه يى يوازې يوه لور درلوده . دعتيق ترمړينې وروسته بيادغه پاكه بي بي دحضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم په نكاح كې راغله . دغې مباركې بي بي له رسول الله صلى الله عيله وسلم سره پنځه ويشت كاله تيركړل . له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه دبي بي مباركي شپږ اولادونه وشول . دوه هلكان چې آن په كوچنيوالي كې وفات شول او څلورلوڼې چې نومونه يې دادي : فاطمه, زينب , رقيه, اُم كلثوم . ددغې مباركې بي بي په ژوندكې دخدای جل جلاله نازولې پيغمبر له بل چاسره نكاح ونكړله . بي بي خديجه رضى الله عنها دبعثت په لسم كال وفات اوپه حجون نومې ځای كې خاوروته وسپارل شوه.

== دا هم وګوري ==
*[[اسلام]]
*[[څلور واړه ياران]]
*[[محمد]]










[[وېشنيزه:د محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب مېرمنې]]
[[وېشنيزه:اسلام]]

[[ckb:خەدیجە کچی خووەیلید]]
[[so:Khadiija binti Khuweylad]]