Revision 148675 of "پښتون جوړونه" on pswikiکله چې [[پښتانه|پښتون قام]] نور قامونه اړکوي چې [[پښتو ژبه]] زده کړي دې ته '''پښتون جوړونه''' وایي. پښتون خو دا کار نه دی کړی که یې چېرته کړی وی نو د خپل د پېړیو راهسې په واک کې به نن ورځ د [[افغانستان]] په چاپیریال کې یو ناپښتون نه وی پاتې. نو ولې یې ونه کړ؟ داسې چې پښتون قام ځان ته او خپل دود ته درناوی کوي همداسې په افغانستان کې میشتو نورو د ناپښتونو افغانانو دود او ژبې ته په درنه سترګه ګوري. دغه د ژبې ستونزه چې ګاونډيان په افغانستان کې ویني په اصل کې د دوی د هیواد ستونزې دي او په دغه ډول دوی د نړیوالې ټولنې مخ له خپل هېواد څخه افغانستان ته رااړوي. چې دا خبره رڼا شي د ژبو اړوند ته به د افغانستان ګاونډي هېواد ایران ته یوه وړه کتنه وکړو. == د ژبو ستونزه په ایران کې== ایران لکه افغانستان یو قامي، څو ژبی او څو مذهبی هېواد دی. چې په هغه کې ازربایجانان، ارمنيان، ترکمنان،کردان، بلوڅیان، ترکیان، عربیان او داسې نور په دوو ټوټو ټوټې شوې دي. او پاړس چې د ایران یو کوچني ولایت دی پر دوی خپله واکمني چلوي او هڅې کوي چې د دغه نورو قامونو دود او ژبه ورمړه کړي تر څو دوی په راتلونکې کې د خپلې خپلواکې برخې سره د یو ځای کولو هڅه ونه کړي. د دغه موخې د بشپړه کولو لپاره مرکزي واک د خپلو نیکوګانو تګلاره تر نن ورځې لا مخته پسې وړي. دوی د دغې میشته ناپاړسو نه یوازې د ژبې د ادبیاتو خو دیني کتابونه هم د مرکزي واک د ژبې او دین په ګټه لیکلي او لا یې پسې لیکي. == د دین ستونزه په ایران کې== د پاړس د دېرو ستونزو سره یوه بله نښته په مذهب کې ده. په دغه واکمنۍ کې یوه وړه برخه شویه مسلمان او دا نور ګردچاپېر سوني مسلمانان دي. دغه سوني مسلمانان د مرکزي واک له ډاره جومات ته هم په وېره او په ډار ځي. پر ډېرو ځایونو کې لکه تهران او د تهران په چاپیریال کې سوني مسلمان حق نه لري چې خپل جومات جوړ کړي راټول شي او لمونځ وکړي. == د خلکو تېښته == د ایران د مرکزي واک د ساتنې، د دغه ناوړي چلند او ناسمې سیاسي تګلارې له وجې هغه خلک چې د خپلې ژبې، دود او د دین لپاره راپورته کېږي، پر سر ټکول کېږي او یا په بېلا بېلو پلمو وژل کېږي. همدا توپیر پالنه او تعبیض دی چې نن ورځ ډېر خلک د دغه واکمنۍ څخه په تېښته کې دي او یو پورژنی ژوند په اروپا او امریکا او نورو ملکونو کې تېروي. == سرچينې == * د پښتنو نوی پخوانی تاریخ - کتاب. * د ویکیپيدیا پاڼې. [[وېشنيزه:پښتون جوړونه| ]] [[وېشنيزه:پاړس جوړونه| ]] [[وېشنيزه:ایران]] [[وېشنيزه:بلوڅستان]] All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?oldid=148675.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|