Revision 151130 of "ګاز پيالوګرام" on pswiki

[[دوتنه:ګازپیالوګرام.jpeg|framed|کيڼ|250px|دا یوه اکسرې  راښیي چې په هغه کې بډوډي او حالبونه له ګاز نه ډګ دي]]
ګاز پیالوګرام (Gas pyelogram) د هغې ساده بطني اکسرې څخه عبارت ده چې  په هغه کې بډوډي ، حویضې ، کلیسونه او حالبونه له ګاز څخه ډک معلومیږي او Radiolucent  خیال ورکوي. 
دغه ګاز د یوشمیر ګاز تولیدونکو مایکروارګانیزمونو په واسطه چې د بولي سیستم علوي برخې  منتنوي منځته راځي.
Emphysematous pyelonephritis له یوه حاد ، نکروتیک ، پارنشیمایي او Peri renal  انتان څخه عبارت ده چې د بولي سیستم د ګاز تولیدونکو مایکروارګانیزمونو په واسطه منځته راځي.
پتوجنیز یې په څرګند ډول معلوم ندی خو څرنګه چې دغه حالت زیاتره په شکرې ناروغانو کې رامنځته کیږي ؛ داسې فکر کیږي چې په انساجو کې د ګلولوز لوړه سویه د یوشمیر مایکروارګانیزمونو لکه  Ecoli  لپاره زمینه برابروي ترڅو دغه ګلوکوز خمیره او د کاربن دای اکساید  ګاز تولید کړي.
همدارنګه پرته له شکرې ناروغانو څخه په هغو اشخاصو کې چې د بولي سیستم انتانات ، تیږې یا Papillary necrosis ولري ؛ په څرګنده توګه د بډوډو دندې پکې خرابې شوې وي او د ادرار بندښت (Obstructive uropaty) هم ورسره ملګرې وي ؛ د مایکرو ارګانیزمونو په واسطه ګلوکوز تخمر کوي او  د کاربن دای اکساید ګاز تولیدیږي. که چیرته په دې حالت کې یوه ساده بطني اکسرې واخستل شي نو د بډوډو په پرانشیم ، کلیسونو ، حویضې او حالب کې به د ګاز خیالونه ولیدل شي چې د ګاز پیالوګرام په نوم یادیږي.
Emphysematous pyelonephritis یوه بیړنۍ طبي واقعه ده چې اکثره ناروغان په سپتیک (Septic) حالت کې وي ، بیړنیو طبي مرستو ، درستې درملنې او جدي مراقبت ته اړتیا لري.
ناروغ باید په مناسبه اندازه مایعات او وسیع الساحه بکتریایي ضد [[درمل]] واخلي. که چیرته بډوډی دنده ولري نو طبي درملنه ترسره کیږي. Nephrectomy یواځې هغه وخت ترسره کیږي چې طبي درملنه کومه نتیجه ورنه کړي.
که چیرته مأوفه بډوډی دنده ونه لري او کوم بندښت هم نه وي موجود ؛ نو اړینه ده چې Nephrectomy ترسره شي ځکه چې په دې حالت کې یواځې طبي درملنه کفایت  نه کوي او د وخت د ضیاع په صورت کې وژونکې پایلې لري.
که چیرته بندښت موجود وي نو په لومړي قدم کې یو کتیتر تطبیق او کله چې د ناروغ عمومي وضعیت ښه شي ؛ نو که بډوډي دنده لرله طبي درملنه او که دنده یې نه لرله Nephrectomy ترسره کیږي.<br />
=== سرچینې ===
۱-wein, Kavoussi, Novick, Partin, peters, Campbell-walsh urology, 9th edition, 2007.<br />
۲-Emil A,Tnagho,Jack W.McAninch, Smith’s general urology , 17th edition, 2008,Lange medical book, New York Chicago San Francisco Lisbon London Madrid Mexico City Milan New Delhi San Juan Seoul Singapore Sydney Toronto.