Revision 160947 of "بينجېمن فرانکلن" on pswiki

{{ړنگول}}

د سلو امريکايي ډالرو نوټ که مو پخپله نه وي لرلی نو د بل په لاس کې به مو هرو مرو ليدلی وي، پر دغه نوټ باندې د يوه چاغ غټ‌سترګي، څڼور سړي عکس به مو هم ليدلی وي. او ښايي دا فکر درته پيدا شوی وي چې دا څوک دی او څه توره يې وهلې ده چې پر امريکايي ډالرو يې عکس لګېدلی دی؟ دا سړی بينجېمن فرانکلن نومېږي.
د فرانکلن پلار غوښتل چې خپل زوی فرانلکن 'هاروارډ پوهنتون' ته ولېږي، خو اقتصادي حالت يې دا خوب تعبيرېدو ته پرې نه ښود، د شمانو او صابون پر خرڅولو هغه نه شوه کولای چې هم خپلې اوولس کسيزې کورنۍ ته نفقه برابره کړي او هم د فرانکلن د ښوونځي فيس. فرانکلن يوازې دوه کاله ښوونځی ولوست او وروسته له خپل ورور سره د چاپګرۍ په دوکان کې مزدور شو. د مزدورۍ پر مهال فرانکلن د کتابونو لوستنې ته مخه کړه، خو دومره پیسې به يې نه لرلې چې کتابونه واخلي او وه یې لولي.
هغه مهال هم غوښې د نن په څېر د سابه وو پر پرتله ګرانبيه وې، فرانکلن پرېکړه وکړه چې نور به د پيسو د سپما په خاطر سابه خوري، او په سمپېدلو پيسو به کتابونه اخلي.
وخت تېرېدی او د فرانکلن مطالعه پراخېده، له کتاب‌لوستنې سره دغې بې‌کچې مينې له فرانکلن څخه اديب، ليکوال، ژورناليست، قانون‌پوه، فزيک‌پوه، موسيقي‌پوه، سياست‌پوه او سياسي مشر جوړ کړ. هغه په بېلابېلو پوهنيزو ډګرونو کې نوې سپړنې او پنځونې وکړې.
هغه د خپلې مطالعې په برکت په سياسي ډګر کې هم دومره غټ نوم وکړ چې د اوسنۍ امريکا بنسټګر ګڼل کېږي.