Difference between revisions 127150 and 145417 on pswikiنوم مې احمد حسين دی تخلص مې ( عنايت ) دی [[د ننګرهار ولايت]] دروداتو ولسوالۍ دبټن په کلي کې په ۱۳۳۶ هش کال کې زيږيدلې يم . دمحرر محمد جمروزخان (عنا يت) ځوی اود مرحوم حضرت شاه خان لمسی يم ، == زده کړې == ديني زده کړې مې ترخپلې وسې پورې دخپل کلي په جومات کې له مرحوم ملا سيدباز څخه او بيا وروسته د حصار شاهي په جامع جومات (سلطان جومات) کې له مرحوم مولوي عبدالحکيم څخه کړيدي . (contracted; show full) دټاټوبي په نامه (www.tatobay.com) يوه ويب پاڼه هم لرم . زما شعرونه کله کله په پيښور کي په پښتو پاڼو کي نشر شوي دي . دټاټو بي په وېبپاڼه کې مې هم ځېني شعرونه شته . په راتلونکي کي به تاسو ته خپل يو څو شعرونه د نشر لپاره دروليږم که خوښ مو شول اوستاسوپه تول پوره وو ، په دي پاڼه کي به ئي نشر کړۍ . شعري تخلص مي (محسن) دې . ما سره د ټيليفوني اړيکو لپاره لانديني نمبرونه کارولای شۍ (0044 - 7727277402) او (0044 - 2085864851) برياليتوب مو له لوي خداي څخه غواړم == د شعر بېلګه == <center>دعا {{شعر}} {{ب|پـيـلامه مي ستـا په نـوم ده، انتهـا مــې پــه نصيب کــړه|ستـا د مـينـی لاروى يـم، خـپل مـنـزل تـه مـې قـريـب کـړه}} {{ب|پـه تـعـجـب را تـه حيران، چـې عـاشــقـان د زمــانـې شــي|پـه ټـولي د عـاشـقانــو کــې مــې، نـور هـم لا عجـيب کړه}} {{ب|د دردونـو تـاب مــی نشـته، چـی ناروغ می ټول بدن دی|ټـــولنـيز بـدن مـی جـوړ کــړه، خپل کلام را ته طبيـب کړه}} {{ب|زه د نـفس هوا، هــــوا کـړم، د منـزل څـرک را نه ورک دی|ګډوډۍ نه می نور بچ کړه، د ژوند چـارې می ترتيب کړه}} {{ب|حقـيقي علـم چی زده کـړم، شــيـطـانـي ځنـې مــې ســاتــه|بنی آدم ژوند ئی دوزخ کـړ، د ابـليس ځـاله تـخريـب کړه}} {{ب|څـــــه نـــادودې چـــې روانـې، پـــه مــلـت د ابــراهــيـم دي|حـق تـه ئـی مـخه کړه محـبوبـه، پيروان ئي د حـبـيب کړه}} {{ب|کـــه خـنـدا کـه خـوشـحـالـي ده، شـوه نـصيب د رقـيـبانو|زه ستا مينه کی خوشحال يم، لار مې چپه له رقيب کړه}} {{ب|زه (محسن ) در ته زاري کـړم، ارمانونه مې پوره کړه|در مې بل د حــــاجت نيشته، اميدونه مې تصويب کړه}} {{د شعر پای}} </center>باندنۍ تړنې ==⏎ [[وېشنيزه:پښتانه شاعران]] [[وېشنيزه:پښتانه ليکوال]] [[وېشنيزه:پښتانه]] [[وېشنيزه:افغانان]] [[وېشنيزه:افغاني ليکوال]] All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?diff=prev&oldid=145417.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|