Difference between revisions 146972 and 192533 on pswiki[[دوتنه:HaroldPinter.jpg|250px|کيڼ|بټنوک|هارولډ پينټر]] '''هارولډ پينټر''' په 10 د اکتوبر 1930 کال کې د لندن ښار په هاکنې (hackney) نومې ولسوالۍ کې د يوه يهودي درزي په کور کې زېږېدلی دی. د آبلوڅېدو سره سم د يهوديت ضدو څرګگندونو سره مخامخ شو او د يوه ډرامه ليکونکي په توګگه يې د هغه ناندريز دور ارزښت ډېر ښه ښکاره کړی دی. د دوهمې نړېوالې جګگړې په پېل کې، د نهه کلنۍ په عمر کې د ژوندي پاتې کېدو په موخه له لندن نه دباندې ولېږدول شو او بيا په دولس کلنۍ کې بېرته لندن ته راستون شو. هغه وييلي چې د جګگړې د بمبارېو پر مهال د تجربو نقش يې هېڅ کله د ماغزو څخه نه دی ليرې شوی. تر جګگړې وروسته بيا په لندن کې هغه د هاکنې ګگرامر ښوونځي کې ومنل شو په کوم ځای کې چې بيا هغه د جوزف بررلې Joseph Brearley لخوا جوړې شوې او لارښودل شوې (ننداريزې) لوبې کې د ماکبېت Mackbeth او روميو Romeo رولونه لوبولي. همدې کار دی دې ته وهڅاوه چې د لوبګگرۍ (تمثيل) مسلک خپل کړي. په 1948 کال کی د رويل اکېډمي آف آرټ ( د ډراماټيک هنر پاچايي اکاډمي Royal Academy of Dramatic Art) کې د زده کوونکي په توګگه ومنل شو. په 1950 کال کې ده خپل لومړني شعرونه خپاره کړل او په 1951 کال کې دی د سېنټرل سکول آف سپيچ اېنډ ډرامه (د کلام او ډرامې مرکزي ښوونځی Central School of Speech and Drama) کې ومنل شو. په هماغه کال کې دی د آنيو مک ماسټرز Anew McMaster’s د نندارو نامتو کمپنۍ کې ځانته ځای وګگاټه او د شکسپير د رول په لوبولو کې ډېر ښه وځلېده. د 1954 نه تر 1957 کلونو پورې پينټر د خپل د سټېج نوم David Baron د لوبولو په دوره وه. له 1956 نه تر 1980 کلونو پورې دی د ويوين مرچنټ Vivien Merchant نومې لوبګگرې سره واده وکړ او بيا په 1980 کال کې هغه يوې تاريخپوهې ليکوالې لېډي آنټونيا فرېسر Lady Antonia Fraser سره د دوهم ځل لپاره واده وکړ. پينټر خپله لومړنۍ ننداريزه لوبه د (The Room، کوټه) پنامه په 1957 کال کې وليکله چې په برېسټول Bristol کې نندارې ته وړاندې شوه. د ده د پخوانيو ننداريزو ټوټو نه د The Birthday Party يا د زېږکليزې مېلمستيا (1957)، چې په لومړيو ورځو کې د کيسه ايز ارزښت له مخې يوه ماتې خو وروسته بيا دده تر ټولو ډېره لوبېدلې ننداريزه لوبه ګگڼل کېږي، او بله يې د کوڼ چوپړګگر يا The Dumb Waiter (1957) لوبه ده. د هغه په هنري کارونو کې غوره اوښتون په (1959) کې د The Caretaker يا خيال ساتونکی او ورپسې په (1964) کال کې د The Homecoming يا کورته راتګگ او نورو نندارو سره ترسترګگو کېږي. د شلمې پېړۍ په دوهمې نيمايي کې اکثراًً هرلډ پينټرته د برتانوي ډرامو تر ټولو مخکښ پلاوي په سترګگه کتل کېږي. دا چې ده د نوي کلاسيک په توګگه ځانته يومقام نيولی، دده نوم په ژبه کې د يوه صفت په توګگه راننوتی چې پېنټري يا ”Pinteresque” دی او په ډرامه کې د يوه ځانګگړي اتموسفير او چاپېريال په څرګگندولو کې کارول کېږي. پېنټر هماغسې نندارتون په يوې پوښلې فضا او نه اټکلېدونکو ډيالوکونو، خپل بنسټيزو توکو پورې نغښتی وساته، په کوم ځای کې چې خلک يو بل ته زړه سواندي دي او ځان ستاينه پکې ټوټه ټوټه کېدونکې ده. دده په کارونو کې په يوې ډېرې لنډې خاکې، ډرامه د قدرتمنو هڅو او د ليدونکي سره د پټ پټاني مذاکرې وروسته رابرسېره کېږي. په لومړيو وختونو کې د پينټر ډرامې د يوه چټي تياتر، بدلو څېرو په توګگه بريښېده، خو بيا وروسته په وړډول د ”ډار کوميډيو” په ټولګگيوکې ووېشل شو. د هرلډ پينټر په هکله دا هم ويل شوي چې هغه په لومړي سر کې د ارواحي حقيقت پېل شوي پړاو نه وروسته دوهم پړاو ته چې تر ډېر حده شاعرانه بڼه يې درلوده پرمخ ولاړ لکه د بېلګگې په توګگه دده نندارې لکه landscape (1967) او silence (1988) او په آخر کې بيا په درېيم پړاو چې سياسي بڼه يې درلوده لکه د بېلګگې په توګگه د one for the road (1984)، mountain language (1988)، the new world order (1991) او همداسې نورې نندارې. خو د پړاوونو دغه وېشنه ډېر آسانه ښکاري او د هغه تر ټولو درنو ليکنو لکه د no man’s land (1974) او Ashes to ashes (1996) باندې بيا سترګگې پټوی. په رښتيا چې د هغه په آثارو کې د تسلسل او روانې ژبې وړتوب د يادونې وړ او فوق العاده کار دی او هېره دې نه وي چې په دغو نندارو کې سياسي پېغامونه له ورايه داسې ښکارېږي لکه وار د مخې چې پينټر د ګگواښ او نياو (عدالت) په شننه کې د ۱۹۷۳ ز کال نه راپدېخوا پينټر د خپلو ليکنو ترڅنګگ د بشري حقوقو د جنګگيالي په توګگه نوم اېستلی دی. هغه ډېر ځل د داسو ستونزو په مخ کې درېدلی دی کوم چې خلکو د ناندريزښکاري. پينټر د راډيو لپاره هم ډېرې نندارمې ليکلي او ددې تر څنګگ يې د ټليويزيون او فلمونو لپاره نندارمې کښلي. د هغه په نامتو نندارمو کې د the servant (مزدور) نندارمه چې په ۱۹۶۳ ز کال کې جوړه شوه، د (the Accident) د (پېښه)، چې په ۱۹۶۷ ز کال کې، د (the go between) په مېنځ کې تګگ نندارمه چې په ۱۹۷۱ کې، او د فرانسوي افسر ښځه (the french lieutenant’s woman) نندارمه چې په ۱۹۸۱ ز کال کې کښل شوې ډېرې مشهورې نندارمې دي، دا وروستۍ د جان فاولز د داستان پر بنسټ جوړه شوې. پينټرد لارښودګگر په توګگه منډ ماتوونکې ونډه لرلې. ==په انګگليسي ژبه کې د هرلډ پينټر آثار== <center> {| border="2" cellpadding="4" cellspacing="0" style="margin: 1em 1em 1em 0; background: #f9f9f9; border: 1px #aaa solid; border-collapse: collapse; font-size: 95%;" |- bgcolor="#CCCCCC" align="center" ! نندارمه ! د ليکنې کال ! د خپرولو کال ! د لومړي ځل ښودنې کال (contracted; show full) *Baker, William, & Ross, John C., Harold Pinter : a Bibliographical History. – London : The British Library ; New Castle, DE : Oak Knoll Press, 2005 *Batty, Mark, About Pinter : the Playwright and the Work. – London : Faber, 2005 ==باندنۍ تړنې== * [http://www.haroldpinter.org/home/index.shtml د هارولډ پينټر وېبپاڼه] * [http://nobelprize.org/nobel_prizes/literature/laureates/2005/pinter-bibl.html د نوبل جايزې په وېبپاڼه کې د هارولډ پينټر ژوندليک او کتابپېژندنه] په څلورو ژبو ان ګگرېزي، سويډني، فرانسوي او آلماني ⏎ ⏎ ⏎ ⏎ ⏎ ⏎ [[وېشنيزه:انګگرېزي ليکوال]] [[وېشنيزه:انګگرېزي شاعران]] [[وېشنيزه:انګگرېزي ډرامه ليکونکي]] All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?diff=prev&oldid=192533.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|