Difference between revisions 160913 and 161344 on pswiki{{د ژبې مالوماتبکس |name = پښتو |nativename = <span style="font-size:1.5em;">پښتو </span> |وينګ = [paʂˈto], [paçˈto], [paxˈto] |familycolor = Indo-European |fam2 = [[هندو-آريايي ژبې|هندو-آريايي]] |fam3 = [[آريانۍ ژبې|آريانۍ]] |fam4 = [[ختيځه آريانۍ ژبې|ختيځ آريانۍ]] |fam5 = [[سوېل ختيځې آريانۍ ژبې|سوېل ختيځه ژبه]] |script = [[نسخ (ليکدود)|نسخ]] ([[عربي ابېڅې]])<ref>http://books.google.com/books?id=jPR2OlbTbdkC&pg=PA52&dq=Naskh+pashto&ei=SNk9SumXCoHCkASk8Yy6BQ</ref><ref>http://books.google.com/books?id=UQUtQzPtC6wC&pg=PA208&dq=Naskh+pashto&lr=&ei=ddk9SvrsKqHSkAS00I26BQ</ref><ref>http://books.google.com/books?id=QlkUAAAAYAAJ&pg=RA1-PA1&dq=pushto&lr=&as_brr=1&ei=IeA9Sr6FMJWolATMwKC6BQ</ref> [[دوتنه:Afg-ethicity.jpg|بټنوک|دواک فونډېشن د څېړنې له مخې د افغانستان د توکمونو نخشه (۱۹۹۱ـ ۱۹۹۶]] |ولسونه = {{AFG}} (رسمي)<br />{{PAK}} (ولايتي) |هېوادونه = [[افغانستان]]: ختيځ، سوېل، سوېل لوېديځ او د سهېل او سهېل لويديځو سيمو کې; [[پاکستان]]: سهېل لوېديځه ولايتونه ([[خيبر پښتونخوا]], سهېلي بلوچستان [[بلوچستان(پاکستان)|بلوچستان]],<ref>University of Texas in Austin - Ethnolinguistic Groups in افغانستان... , [http://www.lib.utexas.edu/maps/middle_east_and_asia/afghanistan_ethnoling_97.jpg Link]</ref> او ځينې نورې [[سهېلي سيمې (پاکستان)|سهېلي سيمې]]); [[ايران]]: ځينې سهېل ختيځې سيمې; او په پاتې نړۍ کې د [[کډوال پښتانه|کډوالو پښتنو]] لخوا |سيمه = [[سوېلي آسيا|سوېل]]-[[منځنۍ آسيا]] |وييونکي = ''نژدې.'' 35.5<ref>[http://www.statpak.gov.pk/depts/pco/statistics/other_tables/pop_by_mother_tongue.pdf 15.42% پاکستان (166,036,895 * 15.42% = 25,602,889)] + [https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/geos/af.html#People 35% افغانستان (28150000 * 35% = 9,852,500)] = ''نژدې.'' له 35.5 ميليون</ref> تر 41<ref>[http://www.statpak.gov.pk/depts/pco/statistics/other_tables/pop_by_mother_tongue.pdf 15.42% پاکستان (166,036,895 * 15.42% = 25,602,889)] + [http://www.iranica.com/newsite/articles/unicode/v1f5/v1f5a040a.html 55% افغانستان (28150000 * 55% = 15,482,500)] = ''نژدې.'' 41 million</ref> ميليون وګړو |rank = 33<ref name="Microsoft Encarta 2006">{{cite web |url= |title=Languages Spoken by More Than 10 Million People |publisher=Microsoft Encarta 2006}}</ref> |agency = [[د افغانستان د علومو اکادمي]] |iso1 = ps |iso2 = pus |lc1 = pus |ld1 = Pashto (generic) |ll1 = none |lc2 = pst |ld2 = مرکزي ګړدود |lc3 = pbu |ld3 = سهېلي ګړدود |lc4 = pbt |ld4 = سوېلي ګړدود }} [[دوتنه:Alphabeter.JPG|thumb|289px|پښتو ابېځې]] '''پښتو ژبه''' د [[ایرانی ژبی|لرغونو ارياني ژبو]] څخه يوه خپلواکه [[ژبه]] ده. دغه ژبه له پخوا څخه په څو نومونو ياده شوې ده چې يو لړ نومونه ېې '''پښتو''' ، '''پختو''' ، '''پوختو''' ، په [[هندي ژبه|هندي]] ('''پټاني''') ، په [[پاړسي ژبه|پاړسي]] او نړېوالې کچه د افغاني ژبې په نوم شهرت لري . دغه ژبه له ۱۹۳۶م ز. کال راهيسې د [[افغانستان]] ملي او لرغونې ژبه ګڼل شوې. د افغانستان د تاريخپوه [[محمد حسن کاکړ]] د يوې رسالې چې دېرش کاله پخوا په کابل کې لیکل شوې دغه سرلیک (په [[افغانستان]] کې پښتو او هغې په هکله يو څو خبرې) لاندې يوې سکالو کې د پښتو رسميت او ملي اصليت ېې داسې څرګند کړی د [[امير شېر علي خان]] د دويمې پاچايۍ په دوران کې (۱۸۶۸ـ ۱۸۸۰ زېږدي ) پښتو د لومړي ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه. == مخينه او لرغونتوب == د ويدا اوستا مها بهارت او [[پهلوي]] او داسي نورو زړو کتابونو او برليکونو کې د پښتو ادب لرغونتيا تر ميلاده هم ډيره پخوانۍ ښکاري - د راجيت سيتارام پنډت په قول ميلنده پڼهو اصلي نسخه په زړه پښتو ليکل شويده - موړ کتاب چې د باختري يوناني [[پاچا]] ميلندر او بودايي حکيم ناګه سينه تر منځ علمي او مذهبي بحثونه او خبرې اترې دي ، د بودايي مذهب يو لوۍ [[کتاب]] ګڼل کيږي- له دې څخه دا وايبره (نتيجه) په لاس راغله چې تر ميلاده يونيم سل کاله وړاندې لا پښتو ادب ددې توان درلود چې کتابونه پر اوليکل شي- همدارنګه د [[هندوستان]] [[د راجستان ايالت]] په يو [[مندر]] کې موندل شوې شعري مجموعه چې په وينا ګرۍ ليک دود کښل شوې، د [[روشن لا ملهوتره]] هندي ليکوال په حواله پښتو شعرونه هم لري- ( سر مححق زلمې هيوادمل - د پښتو ادبياتو تاريخ- لرغونۍ او منځنۍ دورې) دغه راز په زړه [[فارسي]] د هنی منشي د لوۍ [[داريوش]] پاچا چې د886-522 قبل ميلاد د بېسون په ډبر ليکونو کښل شوې او [[عبدالحی حبيبي|پوهاند حبيبي]] د څيړنې او ژباړنې له مخې د پښتنو د خلجي ګړدود (لهجه) سره ډير لږ توپير لري {{شعر}} {{ب|نئ ارنکه اهم|نه ئي اړېکی وم}} {{ب|نئ درومنه اهم|نه ئ دوره جن وم}} {{ب|نئ زړوه که ره اهم|نه ئ رورکړونی وم}} {{دشعرپای}} لنډ مطلب دا چې نه يم دروغجن ، او تيری کونکی نه يم - او نه د بل تيری په ځان زغملی شم <ref>پښتو څيړنې - 223 ګڼه - کابل </ref> == د پښتو ژبې اغيز په نورو ژبو کې == څرنګه چې د پښتنو ټاټوبی د ريښمو د توکو سرک دی - همدغه راز د فرهنګونو د ليږد راليږد لار هم ده - ددې خاورې اهميت او مقام علامه اقبال له شعر له مخه چې ټاکلی شو ځې وايي {{شعر}} {{ب|اسيا يک پيکر اب و ګل است|}} {{ب|کشور افغان دران مانند دل است|}} {{دشعرپای}} خو څومره چې دغه خاوره په [[آسيا]] کې د زړه غوندې مهم رول لري دغه رنګ ددې هيواد د وګړو [[ژبه]] (پښتو) هم د سيمې په ادب کې ځانګړی مقام لري- د [[صديق الله رښتين|پوهاند رښتين]] صيب (پښتو څيړنې -223- په حواله په فارسۍ کې تقريباٌ څلور سوه نه زيات پښتو لغاتونه ځاۍ لري- لکه اوربند ، اټکل ، اوچت ، پټ ، پلمه ، تول ، ټوټه ، تکړه ، ټال ، چټک ، دود ، سيالي ، ګډوډ ، لنډه ، لمبه ، واک او داسې نور - تر ميلاده وړاندې هر کله چې په [[هنديان|هندي]] اريايانو کې طبقاتي توپير راغی چې ځينی د پرهمنانو چې په پښتو کې بريمنانو په بڼه راځي ، اوس يي هم استعمال دود دی ، ځينی د وليسه (تجارت کارو او خواري کښو) او ځينې لښکري خلکو دو اداري مشرانو په ډلو کې وويشل شول - چې دغه وروستۍ طبقه يي (کښ توري) وبلل- د کابل شاه په يو بيت کې( 160 ق م )د کښه توري ذکر راغلی دی- ددوۍ په طبقاتي ژوندانۀ کې د پښتو کليمې ننوتل د پښتو ادب د ځانګړي مقام بيلګه ګڼلی شو. د مور خان قبيلې څخه چې کله د [[منځنۍ اسيا]] اريايانو قدرت ترلاسه کړ نو هغوۍ چې سو ډير (ناشولته) وبلل - چې دغه ويي (لغت) اوس هم په همدی مفهوم پښتو کې دود دی- دغه راز د پخواني بخدي نوم (اوسنی [[بلخ]]) چې د اريايانو لومړې ښار وو، د بکهت او پښت له کليمې سره د نزديوالي نښه ده - دغه راز په [[عربي]] کې د پښتو ادب څرکونه موندلی شو- د بيلګی په توګه د ابي الاسد الحماني چې د مهدي خليفه همهالې وو يو شعر راوړلې شو چې وايي (نحن الشهاريج و اولاد الدهاقين) د شهاريج کليمه د پښتو له ښاريځ ( دکليوال بهړ مانيز) او دهاقين د فارسۍ دهقان دی- په عجايب الهند او مروج الذهب کې يو عربي شوې کليمه هنرمن هم راغلې - دغه راز د ډم (نايي) کليمه هم له پښتو څخه هندي ننوتې ده- د پښتو د کوتوال کليمه ان له غزنوي پير نه وړاندې درې ادب ته ننوتې - د خسر بلخي دا شعر اوګورۍ {{شعر}} {{ب|جز بدين اند رنيابي راستي|}} {{ب|راستي شد حصن دين راکوټوال|}} {{دشعرپای}} == پښتو او پښتانه له کومې راغلي دي ؟ == پښتو د پښتنو [[ژبه]] ده . پښتانه د [[افغانستان]] تر ټولو اوسيدونکو پخوا نۍ ډېرۍ ( بومی اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنو لېنګويستيکي )و ګړنۍ ډله ده . پښتو او [[پښتانه]] له تاريخي _جغرافيايې پلوه په شمال ختيزو سيمو ( [[پامير]] ، [[بلخ]] ... ) اړه لري . د پښتنو نيکونه د سکه ، ساکه ، [[ساک]] ( کاس )، [[ساكان|ساکانو]] او کاسيانو په نومونو يادېدل ، او پښتو هم د ساکي ژبي نمسۍ زباده شوي ده . [[ساکان]] د اوېستاييانو ، پارتيانو ، ماديانو او پارسيانو تر څنګ پنځم آريا ني ټبر ګڼل کېږي چي تر زيږد ( ميلاد ) پېړۍ پېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه ( قفقازه ) تر شمال لويديز [[چين]] ، [[هند]] و کشميره سترې سترې اېمپراتورۍ را منځته کړې او د [[سکندر مقدوني]] په مشرۍ يې د يوناني يرغلګرو پر وړاندې د خپل اصلي ټاټوبي ( [[باکتريا]] ، [[بلخ]] او آمو شا وخواسيمو ) دفاع کړې او راوروسته يې په ګډه يونان _ باختري واکمنۍ کې برخه اخستې ده . ٢١٩٠ کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله ، سوېل ته راوکوچيدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه ( زرنج ) يې په خپل نامه ( ساکېستان ) ونوماوه چي راوروسته پر سيستان واوښت . په دويمه زېږدي ( ميلادي ) پېړۍ کي چي د ساکېستان ستر واکي ړنګه شوه ، په شمال کې ساکي توکمو کوشانيانو د بلي سترواکۍ بنسټ کښېښود چي د هېواد پر شمال او سوېل سر بېره يې شمال لويديز هند او [[کشمير]] هم په خپله ولکه کې راوستل . پښتنو ساکانو په غور، هرات اود هېلمند و ارغنداب په ورشوو کې تر غوړې مرغې ( اراکوزيا يا اوسني ارغسان ) او کسې غره تر لمنو بېلا بېلې لويې او وړې سيمه واکۍ ( ملوک ا لطوايفۍ ) را منځته کړې او را وروسته تر سند وهند او کشميره خپاره شول .په دې توګه پښتو له هندي اريايې ژبو څخه اغېزمنه شوه او ډير څه يې ترې په خپله ځولۍ کې را واخېستل ، په تېره غبرګژبيزوالی ( ټ ، ډ ، ړ ، ڼ ) ، بې له دې چې يې له آرياني ( ايراني ) خپلوانو ژبو ، په سر کې دهمټبرو پاميري ژبو او بيا له پارسي ، کوردي ، بلو څي ... هغو سره تاريخي _ جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خر خشې سره مخامخ شي.<ref>د پوهاند دوکتور [[مجاور احمد زيار]] ليکنه</ref> == د پښتو ژبې پېښلیک == پښتو د سترې هندو اروپايي ژبنۍ کورنۍ په اَريايي يا هندو اَرياني او بيا له 12-13 پاميري ژبو او اوسيتي سره د اَرياني خرانګې په شمال- ختيزه(باختري) څانګه او ورپسې په ساکه يا ساکي څانګوړې اړه لري او په دې ترځ کې د افغانستان ډېری- بومي ژبه ګڼل شوې ده. ⏎ == د پښتو لرغونې رغاونې == ⏎ ⏎ == د پښتو نويزونه ==پښويه == == لیکني معيار == پښتو لکه د نړۍ بله هره ژوندۍ ژبه پر دوو بنسټيزو جولو وېشنه مومي: ګړنۍ(ګفتاري) پښتو او ليکنۍ(نوشتاري) پښتو. داچې ګړنۍ پښتو پر بېشمېرو ټبرنيو، سيمه ييزو او ټولنيزو ګړدودونو وېشل کېږي، نو په کارده، موږ هم د نورو دوديالو ژبو غوندې يوه يوازېنۍ کره او ګرامري ليکنۍ پښتو ولرو او په ټولو فرهنګي او علمي برخو کې يې وکاروو. په دې لړکې ټوليزې رسنۍ(mass media) هم راځي، که هغه چاپي دي، که برېښنايي او الکترونيکي، په بله وينا راديويي دي، که تلويزيوني يا انټرنېټي. د يو شمېر پښتو رسنوالو او خپرنوالو دا خبره بېځايه ده چې ډېر مينه وال او ان ليکلوستوال او زده کړوال يې په ادبي يا کره پښتو سم نه پوهېږي او په کارده، د همدوی عامه ساده او روانه پښتو وکاروو. خو چې ترې وپوښتي، په کومه يوه((عامه ساده او روانه پښتو))، د کومې سيمې يا ټبر؟ نو په همدا ((يوه)) کې بند پاتې شي. ځکه يوه داسې پښتوعامه ساده او روانه پښتو مو هله درلودای شوه چې په پرتليز(نسبي) ډول د(( يوې يوازېنۍ ګړنۍ پښتو)) درلودونکي وای،او دغه کار بيا هله شونی وو چې يو يوازېنی ((قوم))، ياهم تر هغه پورته يو ((ملت)) وای او پر بېشمېرو خېلونو او زييونو نه وای وېشلی! داهم پر زباد(اثبات) رسېدلې، په هره پر مختللې ټولنه کې يوه- يوازېنۍ ګړنۍ ژبه هله را منځته شوې چې وار له مخه ليکني يو والي ته رسيدلې. مانا يې داچې ويونکيو يې دزده کړې، ليک لوست او ميډيا له لارې ړومبی يوه-يوازېنۍ ادبي،فرهنګي، علمي يا په يوه ټوليز نامه((کره ليکنۍ بڼه)) راخپله کړې او بيايې هله سره ګړنۍ هغه هم يوه پرتليز يووالي ته رسېدلې ده. هن، که له عامې ساده او روانې پښتو څخه دکوم ښاغلي يا اغلې موخه هغه فارسي ځپلې او اردو ځپلې پښتو وي چې نه د پښتو له عمومي ګرامري قاعدې او قانون سره اړخ لګوي او نه دکوم ګړدود استازي کوي ، فارسي ځپلې پښتو، لکه: تصميم نيول(پتېيل)، صورت نيول(ترسره کېدل)، په عمل راوړل(تر سره کول)، په لاره اچول(پيلول، لاس پورې کول)، څو، ترڅو ((چې))، د...څخه ملاتړ، هرکلی، دفاع، مخنيوی ... . *اوردو ځپلې ژبه کوم چې، چاچې، چېرې چې...؛ په يکم مارچ اجلاس يا جلوس اېستلې شي، د قامي اسېمبلي مېمبرانو په ډېر تعداد کې واک اوټ وکړلو... . نو داخو پښتو نه ده او په هېڅ يوه ګړدود کې يې څرک نه لګي. مانا يې دا شوه چې له ټوليز ګرامر سره اړخ نه لګوي او ګرامر لکه ديوه دېموکراتيک اساسي قانون په توګه له بېلابېلو پښتو ګړدودونو څخه راچاڼېدلی او را وتلی او پر ټولو پښتنو يوشان تطبيقېږي. لکه څنګه چې قانوني سرغړاوی د سياسي انارشېزم خواته ځي، همداسې. ګرامري سرغړاوی ژبنی انارشېزم رامنځته کوي. همداراز که نوموړي ښاغلي او اغلې(( ساده ګي او رواني)) د پښتو درې ګونې پانګې(ارکاييزمونو، ډايلکتېزمونو او نيو لوجېزمونو) پرځای د( فارسي، عربي، انګرېزي...) فارنېزمونو په کارونګ کې ويني، ځکه دوی او يو شمېر نور پوخمنګي (پاخه عمري) ور سره روږدي شوي دي، نو د نوي يا ځوان ((کمپيوټري)) پښت چې زياتره په کډوالۍ او جلاوطنۍ کې رازېږېدلي، رالوی شوي، په پرديو ژبو يې زده کړې کړي او بيايې ليکوالۍ او ژورنالېستۍ ته مخه شوې ده، له داسې فارسي او اردو ځپلې پښتو سره به څه وکړي چې لا تر څنګه يې له بېلابېلو کوربنو ژبو سره هم اړاو تړاو پيدا شوی دی! په دې ډول هغه نور لس شل زره کملوستي او په ځانګړي ډول بې ليک لوسته ميليونه پرګنې څه وکړي، ايا له جوليز او مانيز(تلفظ او معنا) له پلوه هغوته ((افتخار)) تر((وياړ))، ((معضله)) تر((ستونزې،ربړې))، ((مقامات)) تر ((چارواکو))، ((ترورېست)) تر ((ترهګر))، ((دېکتاتور، ډېکټېټر)) تر ((زورواک))، ((خود کشه ديماکه)) تر((ځانمرګې چاودنه))؛ يا د نړيوالو متلو او ګړنو په برخه کې د فارسي په پېښو، ((تفرقه واچوه، حکومت وکړه)) تر((بېل يې کړه،اېل يې کړه))، ((وخوره او مه مره)) تر((خوره او مه مره))... اسان اوساده او بياسهنوړ((قابلِ هضم)) دي؟ بلخوا، کاشکې زموږ همدغو څو ليکوالو او رسنوالو، فارنېزمونه هم په يوه بڼه کارولای، د بېلګې په توګه ګردو ((ټولنپوهنې)) ته اجتماعيات، جامعه شناسي، سوسيولوژي، سوسيالوجي يا سوسيولوګي ويلای او ليکلای! د دغې نومونپوهنې يا علمي ترمينالوجۍ په لړ کې له دود او موډه وتلې ګرامري نومونې يا اصطلاحات، لکه: حروف(غږونه، فونيمونه)، ارتباطي حروف يا ادوات (سربلونه او وستربلونه، prepositions&postpositions)... هم درواخله! دا به ومنو چې د يوې يوازېنۍ کره يا معياري ليکنۍ پښتو پرمختيايي بهير د پښتني ټولنې د عام پرمختيايي بهير د يوې برخې په توګه لا په لومړيو پړاونو کې دی، خو بياهم له نېکمرغه له درو درې نيمو لسيزو راهيسې يې د نوې ژبپوهنې په رڼاکې له پرله پسې زياتېدونکي کارېدنګ سره پوره پراخوالی او دود والی موندلی دی. *'''د ژبني ستونزو لامل''' پر معياري پښتو د نالاسبرو قلموالو او ويناوالو نه برياليتوب تر هرڅه له مخه په دې کې نغښتی چې هريويې يوه لنډه تنګه سيمه ييزه او بيا تقليدي پښتو کارولې او له دې سره يې هم ټوليزه معياري ـ ګرامري پوهه لنډه تنګه پاتې شوې او هم يې وييپانګه (vocabulary)، او له همدې کبله په ليکنه، ژباړنه او ويينه کې د ګاونډو يا زده کړو ژبو(فارسي، اردو، انګرېزي...) ګرامر او وييپانګې تر اغېز لاندې ليکنې، ژباړنې او وياندي کوي. داسې کسان نه يوازې خپله مورنۍ ژبه زيانمنوي، بلکې ورسره ورسره موضوع او منځپانګه هم ويجاړوي اوليدونکي او اورېدونکي له ورانپوهاوي سره مخامخوي، لکه تر فارسي اغېز لاندې: ترافيکي قانون مراعت کړئ ترڅو له خطر سره مواجه نه شئ!(کره: ترافيکي قانون په پام کې ونيسئ چې له خطرسره مخ نه شئ!) د پښتو ژبې په غونډلو (جملو) کې ځینو ستونزو ته گوتنیونه ː د بېلگې په ډول ː ناکره ـ زياتره پنځوس بنديان يې خوشې کړی شو ـ> (کره: تر پېځوسو زيات بنديان يې خوشې کړل)؛ تر اوردو ـ انګريزي اغېز لاندې: ناکره ـ د وزارت خارجه ترجمان قرارداد تسليم کړی شو.(کره: د بهرنيو چارو د وزارت وياند پرېکړه ليک ومانه) بدعنوانه بيروکرېټ نا اهله و ګرځولې شو(کره:بدنام کارمند بې برخې کړ شو) او داسې نورې ستونزې . په لاندينويو پاڼو کې د سمې او کره ليکنې يوه لنډه لارښوونه وړاندې کېږي == زړيزونه او نويزونه ==⏎ == دا هم وګورئ == * [[په پښتو کې د (ى) ګانو سمه کارونه]] == یادښتونه == <references/> == باندنی تړنې == * [http://www.qamosona.com/ وړيا پښتو پرليکه قاموسونه]* * [http://www.bbc.co.uk/pashto/specials/1427_pashtojornalist/page11.shtml د بي بي سي څېړنیزه پاڼه] [[وېشنيزه:ژبې]] [[وېشنيزه:د افغانستان ژبې]] [[وېشنيزه:افغانستان]] [[وېشنيزه:پښتو ژبه]] All content in the above text box is licensed under the Creative Commons Attribution-ShareAlike license Version 4 and was originally sourced from https://ps.wikipedia.org/w/index.php?diff=prev&oldid=161344.
![]() ![]() This site is not affiliated with or endorsed in any way by the Wikimedia Foundation or any of its affiliates. In fact, we fucking despise them.
|